به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د ډېره اسماعیل خان په ټکواړه کښې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیاتو کښې امنیتي ځواکونو د یو لوړ ارزښت لرونکي قوماندان شېرين په ګډون نهه ترهګر وژلي دي.

د  آی ایس پی آر د یوې اعلامیې له مخې دا عملیات د اپریل د شپږمې او اوومې شپې ترمنځ ترسره شول.

د عملیاتو په پایله کښې د شېرين په ګډون لږترلږه نهه ترهګر ووژل شول او یوه لویه اندازه وسلې ونیول شوې.

آی ایس پی آر ویلي چې د ترهګرو مشر په ګڼو ترهګریزو دسیسو کښې ښکیل و. په شمول د مارچ په شلمه د کپتان حسنین اختر په شهادت کښې هم ښکيل وو.

آی ایس پی آر وویل چي د نن ورځې عملیاتو د دې ناوړه عمل بدل واخیست او اصلي عامل یې عدالت ته راوړ.

د سیمې د نورو ترهګرو د له منځه وړلو یا نیولو لپاره پاکولو عملیات هم ترسره شول.

د آی ایس پی آر د یوې بلې اعلامیې له مخې امنیتي ځواکونو هغه وخت وسله وال وپیژندل چې دوی د اپریل د پنځمې او شپږمې شپې ترمنځ د شمالي وزیرستان په حسن خیل کښې له پولې د تیریدو هڅه کوله.

کله چې ځواکونو له ترهګرو سره نښته وکړه او سختي ډزې وشوې. د عملیاتو په پایله کښې اته ترهګر ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

د سیمې د پاتې ترهګرو د له منځه وړلو لپاره پاکولو عملیات هم ترسره شول.

آی ایس پی آر وویل چي پاکستان په دوامداره توګه له موقت افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې د پولې په خپله غاړه کښې اغیزمن سرحدي مدیریت ډاډمن کړي. د موقت افغان حکومت څخه تمه کیږي چې خپلې ژمنې پوره کړي او خوارجو ته د پاکستان پرضد د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو لپاره د افغان خاورې کارولو ته اجازه ورنکړي.

دې کال کښې دا لومړۍ پېښه نه ده چې ترهګر له افغانستانه د اوښتو پر مهال وژل شوي دي. تېره میاشت لږ تر لږه ۱۶ ترهګر په شمالي وزیرستان کښې ده غلام خان په کلي کښې هغه مهال ووژل شول چې پاکستان ته ئي د ننوتلو هڅه کوله.

پاکستان د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی منلی. خو په کابل کښې ډیپلوماټیک شتون لري. د دواړو هېوادونو اړیکې د پاکستان له خوا په افغانستان کښې د ترهګرو لپاره د خوندي ځالو په اړه د پرله پسې تورونو له امله خرابې شوې دي. چې په کښې تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ (بي ايل اي) هم شامل دي.

نور ولولئ