د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په ټیلیفون خبرې وکړې. دوی د سیمې پر امنیتي وضعیت او له هند سره د تاوتریخوالي په اړه خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کښې وویل چي دواړو وزیرانو له هغه وخته چې ډار د اپریل په ۱۹مه کابل ته تللی و. د دواړو هیوادونو د اړیکو په پرمختګ خوښي څرګنده کړه. هغوی د سوداګرۍ، اړیکو، اقتصادي همکاریو، د خلکو ترمنځ اړیکو او د سیاسي مشورتي میکانیزمونو په بیا فعالولو کښې پرمختګ ته اشاره وکړه.
متقي او ډار موافقه وکړه چې د اوږدمهاله همکارۍ د پیاوړتیا لپاره به د دواړو هیوادونو ترمنځ لوړې کچې اړیکې وساتي.
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چي د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان سرپرست بهرنیو چارو وزیر ته د هند لخوا د پاکستان پر ضد د وروستیو پارونو او غیرقانوني او یو اړخیزو اقداماتو په اړه هم معلومات ورکړل او د سولې او د پاکستان د حاکمیت د ساتنې لپاره د پاکستان پر ژمنې یې ټینګار وکړ.
متقي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او سفرونو په اسانولو کښې د ډار له مرستې مننه وکړه او هغه یې یو ځل بیا افغانستان ته د سفر لپاره راوباله.
ډار په وروستیو ورځو کښې له هند سره د تاوتریخوالي په اړه له څو بهرنیو وزیرانو سره خبرې کړې دي. پاکستان د هند پارونې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم وړاندې کړې دي.