د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د وفاقي کابینې لوړ پوړو غړو د سه شنبې په ورځ د هېواد د مخکښې استخباراتي ادارې، انټر سروسز انټیلیجنس (آی ایس آی) مرکزي دفتر ته سفر وکړ. مشرانو دا خبره بیا تکرار کړه چې پاکستان به په هر قیمت د هر ډول یرغل په وړاندې دفاع وکړي.
د وزیراعظم د دفتر د یوې اعلامیې له مخې وزیراعظم شهباز سره د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د دفاع وزیر خواجه آصف هم ملګري وو. د وزیراعظم د دفتر لخوا خپاره شوي عکسونه ښيي چې د پوځ مشر عاصم منیر، د بحري ځواکونو مشر اډمیرل نوید اشرف، او د هوايي ځواکونو مشر ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو هم په غونډه کښې موجود وو. د آی ایس آی ډي جي عاصم مالک او د آی ایس پي آر ډي جي احمد شریف چودري هم موجود وو.
د وزیراعظم د دفتر وویل چي په دې سفر کښې د موجوده امنیتي وضعیت په اړه تفصيلي معلومات ورکړل شول چي په ځانګړې توګه د پاکستان په ختیځه پوله د هند د مخ په زیاتیدونکي تیریدونکي او پارونکي دریځ په رڼا کښې د دودیز ګواښ لپاره چمتووالي ته پام وشو. زیاته یې کړه چې وزیراعظم ته د سیمه ایزو امنیتي پرمختګونو او د مخ په وده ګواښونو په اړه معلومات ورکړل شول. پشمول د دودیزو پوځي انتخابونو، د هایبرډ جنګي تکتیکونو او ترهګرو ګوډاګیانو.
وزیراعظم ټینګار وکړ چې د هند سره د اوسني کړکیچ د حل لپاره د ملي هوښیارۍ او د امنیتي ادارو ترمنځ بې خنډه همکارۍ ته اړتیا ده.
وزیراعظم شهباز وویل چي د پاکستان پوځ په نړۍ کښې یو له ډیرو مسلکي او منظمو ځواکونو څخه دی. او زیاته یې کړه چې ملت د وسله والو ځواکونو تر شا ولاړ دی.
د غونډې ګډونوالو د هر ډول ګواښونو په وړاندې د وطن د دفاع لپاره د پاکستان پر قطعي هوډ بیا ټینګار وکړ.
د پاهلګام له برید وروسته چې ۲۶ سیلانیان پکې ووژل شول. د پاکستان او هند ترمنځ کړکیچونه زیات شوي دي. هند خپلو ځواکونو ته عملیاتي ازادي ورکړې ده. په داسې حال کښې چې پاکستان پراخ پوځي تمرینونه ترسره کړي او د توغندیو ډیر سیسټمونه یې ازمویلي دي.