د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بھټو زرداری د سه شنبې په ورځ وویل چې د پاکستان عزم د جګړې لپاره نه بلکي د آزادۍ لپاره دی. په داسې حال کښې چې د هند سره په کشمیر کښې د یوې وسله والې حملې له امله تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی.
د اپریل په ۲۲مه په پاهلګام کښې یوې حملې ۲۶ کسان ووژل. چې ډیر پکي سیلانیان وو. دا له ۲۰۰۰ کال راهیسې تر ټولو خونړۍ حمله وه. هند پرته له ثبوت څخه د پولې هاخوا اړیکې په ګوته کړې. پاکستان دا ادعا په کلکه رد کړې او د بې طرفه پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
له هغه وخت راهیسې تاوتریخوالی زیات شوی دي. پاکستان خپل ځواکونه پیاوړي کړي ځکه چې د یرغل تمه یې کوله او د هند لومړي وزیر خپل پوځ ته عملیاتي آزادي ورکړې ده. په داسې حال کښې چې تودوخه لوړه ده او پوځ د نوي دهلي د هر ډول غلطۍ په وړاندې د چټک ځواب خبرداری ورکړی. د شخړې د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې لارې فعالې پاتې دي.
نن د ملي اسمبلۍ په غونډه کښې بلاول وویل چي پاکستان په دې جرم کښې لاس نه درلود. مونږ ترهګري نه صادروو. مونږ د ترهګرۍ قربانیان یو.
هغه د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په اړه د هند ادعاوې رد کړې او ویې ویل چي تاسو څنګه کولی شئ په کشمیر کښې د دولتي ترهګرۍ په عمل کولو سره د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه وکړئ؟
هغه وویل چې پاکستان د بهرنیو لخوا تمویل شوي، ایډیالوژیکي او په بې رحمانه توګه ناڅاپي ترهګرۍ سره مخ دی. مونږ خپل سرتیري او د ښوونځي ماشومان خاورو ته سپارلي دي … مونږ دا آفت نه یوازې په وسلو بلکې په افکارو، تعلیم، اقتصادي اصلاحاتو او یووالي سره مات کړی دی.
بلاول زیاته کړه چي ترهګري یوازې په ټانک نه شي ماتیدلی. بلکې په عدالت سره باید مات شي. دا د ګولیو په واسطه نه شي له منځه وړل کیدی. بلکې په امید سره باید بې وسلې شي. دا د ملتونو په شیطانولو سره نه شي ماتیدلی. بلکې د هغه شکایتونو په حل کولو سره چې دا یې زیږوي.
هغه پر هند او پاکستان غږ وکړ چې یو ځای کار وکړي او ویې ویل چي هند ته د لومړي وزیر ننګونه د بې طرفه پلټنو لپاره یو پیل دی.
ولې د ترهګرۍ یو ریښتینی قرباني له حساب ورکولو څخه ځان پټوي؟ مګر دا چې دوی اندیښمن وي چې په کشمیر کښې د وینې توییدو ریښتینی تور په اسلام آباد نه بلکې په دهلي کښې دی.
د پيپلز ګوند مشر نور وويل چي که هند د سولې په لاره تلل غواړي نو دوئي دې په خلاصو لاسونو راشي نه په تړلو سوکانو. دوئي دې له حقایقو سره راشي نه له دروغو سره. راځئ چې د ګاونډيانو په توګه سره کښېنو او رښتيا خبرې وکړو.
که هغوی داسې ونه کړي… نو دې ياد وساتي چې د پاکستان خلک د زنګون وهلو لپاره نه دي جوړ شوي. د پاکستان خلک د جنګېدو هوډ لري. نه دا چې مونږ جګړه خوښوو بلکې ځکه چې مونږ ازادي خوښوو.
هغه وويل چي هند دې پرېکړه وکړي. ايا دا به خبرې اترې وي او که تباهي؟ همکاري او که مقابله؟
يوه ورځ مخکې قومي اسمبلۍ په يوه خوله يو قرارداد منظور کړ چې د هند له خوا د سند د اوبو د تړون په اړه يو اړخيز او غيرقانوني اعلان په کلکه وغندلو. کوم چې د دې تړون ښکاره سرغړونه ده.
په قرارداد کښې ويل شوي دي چې د بې ګناه ملکي وګړو وژل د پاکستان د ارزښتونو خلاف دي او قومي اسمبلۍ د پاهلګام له بريد سره د پاکستان د تړلو ټول بې بنسټه او بې ځايه هڅې ردي کړې.
قانون جوړونکو د هند د حکومت له خوا د پاکستان د بدنامولو لپاره منظم او له بد نيت ډک کمپاين وغانده. کوم چې د تنګو سياسي موخو لپاره د ترهګرۍ د مسئلې څخه د ناوړه استفادې يو اشنا ډول تعقيبوي.
هغه زیاته کړه پریږدئ چې هندوستان پریکړه وکړي. ایا دا خبرې اترې به وي او که وراني؟ همکاري به وي او که مخالفت؟
ملي اسمبلۍ په یو متفقہ قرارداد کښې د هند لخوا د سندھ د اوبو د تړون ځنډول وغندل او د بې ګناه ملکي وګړو وژل یې د پاکستان د ارزښتونو خلاف وښودل او د پهلګام په برید کښې یې د پاکستان د تړلو هڅې رد کړې.