پوليس وايي تېر ماښام په ډي ايي خان کې د يو شخصي کمپنۍ ۱۱ کارکونکي تښتول شوي وو په دې پينځه پوليسو بازياب کړي دي او د پاتې شپږو د پاره د لټون عمليات روان دي۔
د ډي ايي خان پوليسو اېس پي علي حمزه خبر کدې ته وويل د پينځه تنانو خوشې کولو په وخت د اغوا کونکو سره د امنيتي ځواکونو ډزې شوي چې او دغه تنان خوشې شوي۔
نوموړي وويل د پاتي شږو تنانو د خوشې کولو د پاره د پرون نه د پوليسو او نورو امنيتي ادارو عمليات روان دي۔
پوليسو په وېنا تښتول شوي تنان د شخصي تعميراتي کمپنۍ مزدورکاره او د هغوي د شخصې کمپنۍ ساتونکي وو چې د بلوچستان په لور روان وو پوليس وايي په دې کې کوم سرکاري تن نه وو شامل۔
پوليس وايي دوي د لټون عمليات چټک کړي دي او زر ده چې پاتې تنان هم رامعلوم کړي۔
