به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د دفتر خارجه ویاند وایي چې وزیراعظم شهباز شریف به د پنجشنبې په ورځ سعودي عربستان ته په دوه ورځني رسمي سفر لاړ شي. دا سفر د حج او اختر د ورځو سره سمون خوري او موخه یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړي کول دي.
د خپل سفر په ترڅ کښې به وزیراعظم شهباز شریف د سعودي عربستان له ولی عهد او وزیراعظم محمد بن سلمان سره وګوري. دوی به د سوداګرۍ، پانګونې، د مسلمان امت د ښه والي، د سیمې د سولې او امنیت په اړه د همکاریو د زیاتوالي په هکله خبرې وکړي.
وزیراعظم به د پاکستان او هند ترمنځ د شخړې په کمولو کښې د سعودي مشرتابه څخه مننه هم وکړي.
دا سفر د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د قوي اړیکو ښودنه کوي. چې پر ګډ دین او ستراتیژیکې ملګرتیا ولاړې دي.
تمه کیږي چې دا سفر به د څو اړخیزو همکاریو لپاره نوې لارې پرانیزي او د سعودي ویژن ۲۰۳۰ او د پاکستان د پراختیا له لومړیتوبونو سره به سمون ولري. تمه کیږي چې دا سفر به د دواړو هیوادونو ترمنځ پخوا موجودې قوي اړیکې لا پیاوړې کړي.

نور ولولئ