د هندوستان او پاکستان ترمنځ د تاو تریخوالي زیاتېدل د پاکستان په اقتصادي وده منفي اغېزه کوي. دا د موډیز په نوي راپور کښې ویل شوي دي. کوم چې د نړۍ یو مخکښ درجه بندي اداره ده.
موډیز وایي چي له هندوستان سره د تاو تریخوالي دوامداره زیاتېدل به د پاکستان په وده اغېزه وکړي او د حکومت لخوا د مالي استحکام لپاره روانې هڅې به له خنډ سره مخ کړي. چې په پایله کښې به د پاکستان د اقتصادي ثبات په ترلاسه کولو کښې ځنډ راشي.
سره له دې چې موډیز د پاکستان په اقتصادي انکس کښې وروستي پرمختګونه مني. لکه د ودې زیاتوالی، د انفلیشن کمېدل او د (IMF) د پروګرام له امله د بهرنیو اسعارو زیرمو کښې زیاتوالی شامل دي. دوی خبرداری ورکوي چې د تاو تریخوالي دوامداره زیاتېدل کولی شي د پاکستان د بهرنۍ تمویل ته لاس رسی هم زیانمن کړي او د هغې د بهرنیو اسعارو زیرمو باندې فشار راولي. کوم چې د څو راتلونکو کالونو لپاره د هغې د بهرنیو پورونو د ادا کولو اړتیاو په پرتله خورا کم دي.
دې ادارې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو خرابېدو ته اشاره وکړه او د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ هغه وینا یې یاده کړه چې پاکستان له هندوستان څخه د نظامي اقدام تمه لري. موډیز د ۱۹۶۰ کال د سیند د اوبو تړون د هندوستان لخوا د ځنډولو احتمالي سخته اغېزه هم په پاکستان کښې د اوبو رسولو باندې په ګوته کړه.
په مقابل کښې موډیز تمه لري چې د هندوستان اقتصادي وضعیت به باثباته پاتې شي. چې د قوي عامه پانګونې او شخصي مصرف له امله به وي.
موډیز وایي وائي چي د سیمه ایزو تاو تریخوالي د دوامداره زیاتوالي په صورت کښې مونږ د هندوستان په اقتصادي فعالیتونو کښې د لویو ګډوډیو تمه نه لرو ځکه چې له پاکستان سره یې لږې اقتصادي اړیکې دي. دوی یادونه وکړه چې په ۲۰۲۴ کال کښې پاکستان د هندوستان د ټولو صادراتو له ۰.۵ سلنې څخه هم کمه برخه درلوده. په هرصورت موډیز دا هم ومنله چې د هندوستان د دفاعي لګښتونو زیاتوالی کولی شي د هغې مالي ځواک منفي اغېزه وکړي.
د اپریل په ۲۲مه په پهلګام تر ولکې لاندې کشمیر کښې برید چې ۲۶ کسان یې ووژل. چې ډیر سیلانیان وو. تاو تریخوالی یې د پام وړ زیات کړی دی. هندوستان پرته له کوم ثبوت وړاندې کولو د پولې پورې غاړې لاسوهنه وړاندیز کړې. دا هغه ادعا ده چې پاکستان رد کړې او د بې طرفه تحقیقاتو غوښتنه یې کړې ده.
وضعیت نور هم کړکیچن شویدي. پاکستان خپل ځواکونه پیاوړي کړي او د هندوستان لومړي وزیر خپل پوځ ته عملیاتي ازادي ورکړې ده. د شخړې د مخنیوي لپاره د روانو ډیپلوماټیکو هڅو سره سره پوځ د هر ډول هندي غلطۍ په وړاندې د چټک ځواب ورکولو خبرداری ورکړی دی.
سره له دې چې موډیز د تاو تریخوالي د وخت په وخت زیاتېدو وړاندوینه کوي. خو د دواړو هیوادونو ترمنځ د بشپړې نظامي شخړې تمه نه لري.
موډیز وایي چي زمونږ د پاکستان او هندوستان لپاره د جغرافیایي سیاسي خطرونو ارزونه دوامداره تاو تریخوالی په پام کښې نیسي. کوم چې کله ناکله د محدودو نظامي ځوابونو لامل شوی دی.