به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو ویلي دي چې هغوی به یو موټی دریځ غوره کړي او د اپریل په ۲۲مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کښې له برید وروسته به د هر ډول هندي تېري ته کلک ځواب ورکړي.

دا خبرې د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ او د آی ایس پي آر ډایریکټر جنرل لیفټیننټ جنرل احمد شریف چوهدري لخوا ورکړل شوي یو خبري کانفرنس کښې وشوې. په دې کانفرنس کښې د سیمې اوسني حالات او د پاکستان پوځي تیاری تر بحث لاندې ونیول شو.

د ډان ورځپاڼې د یو راپور له مخې د پاکستان تحریک انصاف ګوند نه پرته ټولو نورو مهمو سیاسي ګوندونو د یکشنبې په ورځ په یو بند کمرې غونډه کښې د وسله والو ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.

د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې پوځ لوړپوړو سیاسي مشرانو ته ډاډ ورکړی چې هغوی د هر ډول تېري لپاره مناسب ځواب ورکولو ته چمتو دي. د آی ایس پي آر مشر ویلي چې پاکستان په سیمه کښې ثبات غواړي. خو وسله وال ځواکونه د هر ډول برید ځوابولو ته بشپړ چمتو دي.

د ډان د خبر له مخې په غونډه کښې ګډون کوونکو ته په پهلګام کښې د هند د جعلي بیرغ عملیاتو په اړه معلومات ورکړل شول او په خبري کانفرنس کښې په پاکستان کښې دننه په ځانګړي توګه په بلوچستان کښې د ترهګرۍ په اړه د هند د لاس لرلو په اړه ویډیویي ثبوتونه هم ښودل شوي دي.

سینیټر محمد عبدالقادر چې په غونډه کښې یې ګډون کړی و. ډان ته وویل چې د برید اصلي مقصد د سیند د اوبو اړول تر ولکې لاندې کشمیر کښې د تېري زیاتول او د افغان طالبانو په کارولو سره د هند د ترهګرۍ پټول وو.

ایکسپریس ټریبیون راپور ورکړی چې په غونډه کښې د بېلابېلو ګوندونو لکه پیپلز ګوند، مسلم لیګ ن، جمعیت علمای اسلام او نورو ګڼ شمېر سیاسي مشرانو ګډون کړی و. له غونډې وروسته د سیاسي ډلې ټولو مشرانو د وسله والو ځواکونو کلک ملاتړ اعلان کړ او د احتمالي بهرنیو ګواښونو په وړاندې یې ملي یووالی بیا تایید کړ.

په خبري کانفرنس کښې د پهلګام پېښې په اړه د هند د حکومت غبرګون په شمول د سیند د اوبو تړون ځنډول او نور غچ اخیستونکي اقدامات هم تر بحث لاندې ونیول شول. پاکستان د هند تورونه په کلکه رد کړي او په ځواب کښې یې متقابل اقدامات کړي دي.

نور ولولئ