د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نن رسنیو ته د هند سره د وروستي کړکېچ په اړه د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل چې په جګړه کښې د سیمه ییزې واکمنۍ په اړه د هند ادعاوې په بشپړه توګه رد شوې دي. ډار زیاته کړه چې د پاکستان پوځي اقدامات په شمول د شپږو هندي جنګي الوتکو او یوې بې پایلټه الوتکې را غورځول نړیوال تایید ترلاسه کړی دی. هغه دا هم یادونه وکړه چې د پاکستان بریالي ډیپلوماټیکو اړیکو په خپله په هند کښې دننه هم نیوکې راپارولې دي.
اوسنی وضعیت او د هند سره خبرې
اسحاق ډار ومنله چې اوس مهال اوربند دی. خو د هند پر سیاسي څرګندونو یې اندیښنه څرګنده کړه او دا یې راتلونکو ټاکنو پورې وتړله. هغه د هند سره د خبرو اترو لپاره د پاکستان پر چمتووالي ټینګار وکړ. خو روښانه یې کړه چې دا لیوالتیا د مایوسۍ له امله نه ده. پاکستان د ترهګرۍ او نورو مهمو مسلو په شمول د سیند اوبو تړون په اړه هراړخیزو خبرو اترو ته چمتو دی.
ډار په کلکه خبرداری ورکړ چې د هند لخوا د اوبو د جریان د بدلولو یا بندولو هره هڅه به د جنګ عمل وګڼل شي او دا چې د نړیوال قانون له مخې دا تړون نه شي ځنډول کیدلي یا تعدیل کیدلي.
ډار د لومړي وزیر شهباز شریف څلور هیوادیز سفر یاد کړ. چې ترکیې، ایران، اذربایجان او تاجکستان ته یې کړي وو ترڅو د کړکېچ پر مهال د دوی د ملاتړ مننه وکړي. هغه دا هم اعلان کړه چې لومړی وزیر به سبا سعودي عربستان ته سفر وکړي ترڅو د دوی د پیوستون څخه مننه وکړي.
هغه وویل چې وروسته له هغې چې هند پر ترکیې د بایکاټ اعلان وکړ. پاکستانیان به د دې ورور هیواد تر شا ودریږي.
د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د سولې او اقتصادي پرمختګ لپاره د پاکستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې پاکستان به په راتلونکې میاشت کښې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري په غاړه واخلي. د پاکستان د مشرتابه پر مهال به خبرې اترې د څو اړخیزو اړیکو او د شخړو د سوله ایز حل له لارې د نړیوالې سولې او امنیت پر پیاوړتیا تمرکز ولري.