د جون د دویمې او دریمې نېټې ترمنځ په شمالي وزیرستان خیبر پښتونخوا کښې امنیتي ځواکونو د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کښې ۱۴ ترهګر ووژل.
د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) د یوې اعلامیې له مخې دا ترهګر د هندي پلوه، فتنت الخوارج پورې اړه درلودل.
دا عملیات د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کښې د ترهګرو په یوه پټنځای ترسره شول. چې په پایله کښې یې ۱۴ ترهګر له منځه یوړل شول.
آئي ايس پي آر وویل چي د سیمې د پاکولو عملیات روان دي ترڅو نور هندي حمایه شوي خوارج چې په سیمه کښې موندل کیږي. هغه به له منځه یوسي. ځکه چې د پاکستان امنیتي ځواکونه هوډمن دي چې له هیواده د هندي حمایه شوي ترهګرۍ ګواښ له منځه یوسي.
دا عملیات یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې امنیتي ځواکونو په بلوچستان کښې په دوو جلا نښتو کښې اوه ترهګر ووژل.