د پاکستان د شمېرنې ادارې (PBS) له مخې د مارچ په میاشت کښې د پاکستان کلنۍ انفلاسیون یوازې 0.7٪ ته راټیټ شو.
چې دا په تیرو 57 کلونو کښې تر ټولو ټیټه کچه ده. دا د خوراکي توکو د بیو د کمښت او د بریښنا د نرخونو د کمښت له امله دی.
وروستی ځل چې انفلاسیون دومره ټیټ و. د 1968 کال په ستمبر میاشت کښې و. که څه هم د ځینو توکو بیې لوړې شوې. خو د تیرو کلونو په پرتله عمومي قیمتونه کم شوي دي. وزیراعظم شهباز شریف وویل چې حکومت غوښتل انفلاسیون تر ۲۰۲۶ پورې یو واحد عدد ته راټیټ کړي. چې دا مقصد یې له ټاکلې نیټې مخکې ترلاسه کړه.
د دې مثبت خبر سره سره د پیسو نړیوال صندوق (IMF) خبرداری ورکوي چې د انفلاسیون کمښت ممکن لنډمهاله وي او اصلي انفلاسیون شاوخوا 9٪ پاتې دی. ښاري انفلاسیون 1.2٪ ته راټیټ شو. په داسې حال کښې چې د کلیوالي سیمو بیې ثابتې پاتې شوې.
PBS د خوراکي توکو په بیو کښې هم کمښت راپور کړی. چې د ژر خرابیدونکو توکو بیې یې د پام وړ راټیټې شوې دي. په هرصورت ځینې بزګران د غنمو د بیو د کمیدو له امله له ستونزو سره مخ شوي دي. چې دوی یې د لږ ګټورو فصلونو کرلو ته اړ کړي دي
په ټولیز ډول د مالي کال د لومړیو نهو میاشتو لپاره د انفلاسیون اوسط کچه 5.3٪ ده، چې د 12٪ کلنۍ هدف نږدې نیمایي ده.
دا احصایې په داسې حال کښې خپرې شوې چې وزیراعظم شهباز شریف د کورنیو او نړیوالو مصرف کونکو لپاره د بریښنا په نرخونو کښې د هر واحد څخه د ۷ روپیو څخه د زیات کمښت اعلان وکړ.