په یوې مهمې پرمختیا کښې د هند د دفاعي ځواکونو مشر جنرال انیل چوهان تایید کړه چې د روانې میاشتې په پیل کښې د څلور ورځني جګړې پر مهال پاکستاني ځواکونو هندي جنګي الوتکې ویشتلې دي.
دا تایید د سینګاپور په شانګریلا ډاییلوګ کښې له بلومبرګ سره په مرکه کښې وشوه.
جنرال چوهان وویل چي زما په اند څه چې مهم دي هغه د الوتکو ویشتل نه دي بلکې دا دي چې الوتکې ولې ویشتل شوې. هغه د پیښې د شرایطو په پوهیدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې هغه دلایل چې ولې هندي الوتکې ویشتل شوې او له هغې وروسته هندي ځواکونو څه وکړل. هغه ډیر مهم وو.
هغه زیاته کړه چي ښه خبره دا ده چې مونږ وکولای شو هغه تاکتیکي تېروتنه درک کړو چې مونږ کړې وه. مونږ هغه سم کړو او بیا یې له دوو ورځو وروسته بیا پلي کړو. ټولې الوتکې مو بیا په اوږد وطن کښې په نښه کولو سره والوزولې.
دا الوتکې د می د شپږمې او اوومې نیټې په شپه هغه مهال وویشتل شوې چې د پاکستان هوایي ځواک شپږ هندي الوتکې چي په شمول درې پرمختللې رافیل الوتکې راوغورځولې. دا اقدام په څو پاکستاني سیمو لکه جوماتونو او کلیو باندې د هند هوایي ځواک د توغندیو بریدونو په ځواب کښې و.
که څه هم کړکیچ زیات شوی و. جنرال چوهان ادعا وکړه چې څلور ورځنۍ جګړه هیڅکله ايټمي جګړې ته نږدې نه شوه. د هغه څرګندونې د هندي الوتکو د ویشتلو په اړه د امریکایي او فرانسوي چارواکو له تایید وروسته دي.