اولمپیک اتل ارشد ندیم د ایشیا د اتلتیک سیالیو د نارینه وو جیولین فاینل کښې په زړه پورې ۸۶.۴۰ میټره غورځولو سره برتري ترلاسه کړه. دا سیالي د سویلي کوریا په ګومي ښار کښې روانه ده.
د سریلانکا رمیش ترانګا پاتیرایجه په ۸۲.۲۸ میټره غورځولو سره دویم ځای خپل کړ. ارشد ندیم ترې مخکې شو. خو تر هغه وخته یې مخکې والی درلود.
د چین هو هاوران د دې سیزن ترټولو غوره ۸۰.۹۳ میټره غورځونه وکړه او د څلورم پړاو وروسته په دریم ځای کښې دی.
د هند یشویر سنګ له دوو ناکامو غورځوونو وروسته په ۸۰.۲۳ میټره غورځولو سره څلورم ځای خپل کړ. هغه څلورم لوبغاړی شو چې په نننۍ فاینل کښې یې د ۸۰ میټرو حد ته ورسېد.
ارشد ندیم په خپلو لومړیو او دویمو هڅو کښې په ترتیب سره ۷۵۰۶۴ میټره او ۷۶.۸۰ میټره غورځونې وکړې. په داسې حال کښې چې یاسر ۷۰.۵۳ میټره او ۷۵.۳۹ میټره غورځونې وکړې.
کله چې ارشد ندیم د خپلې لومړۍ غورځونې لپاره میدان ته راغی. ټولې سترګې پرې هغه وي ځکه چي هغه د غورځوونکو په لیسټ کښې تر ټولو وروستی و.
په دې وخت کښې په سټیډیم کښې د “دل دل پاکستان’’ غږ اوریدل کېده او مینه وال له دې جیولین ستوري څخه د یوې په زړه پورې غورځونې تمه درلوده. کوم چې د تیر کال د پیرس اولمپیک وروسته د لومړي ځل لپاره په نړیواله کچه سیالۍ کښې برخه اخلي.
د پرونۍ هیټس (ګرمو) سیالیو کښې ندیم په خپله لومړۍ او یوازینۍ هڅه کښې په زړه پورې ۸۶.۳۴ میټره غورځونې سره نننۍ فاینل ته په آسانۍ سره کوالیفای شو. یاسر په هیټس کښې ۷۶.۰۷ میټره غورځونه کړې وه.
فاینل ته له کوالیفای کیدو وروسته ندیم په انسټاګرام کښې وویل چې د تل په څېر ستاسو دعاګانو او ملاتړ ته اړتیا لرم.
هغه وویل چي ارشد ندیم د پاکستان اتل دی او ملت په دې بریا ډېر خوشحاله دی. د ارشد ندیم بریا د سخت کار، لیوالتیا او ژمنتیا پایله ده.
محسن نقوي وویل چې په دې تاریخي بریا هر پاکستانی خوښ دی او ملت په پاکستاني بااستعداده زوی ویاړي. د هند په ګډون د نورو هېوادونو د لوبغاړو په ماتولو سره د اتلولۍ ګټل او د ملي بیرغ لوړول یو لوی ویاړ دی.
تېر کال د اګست په میاشت کښې ارشد ندیم په پیریس کښې په اولمپیک لوبو کښې د ۹۲.۹۷ میټرو په غورځولو سره یو نوی اولمپیک ریکارډ جوړ کړ او د نارینه وو د نیزې غورځولو په فائنل کښې یې د سرو زرو ميډل وګاټه.
ارشد ندیم به ډېر ژر انګلستان ته ولاړ شي ترڅو د ستمبر په میاشت کښې د نړیوالې اتلتیک اتلولۍ لپاره چمتووالی ونیسي.
د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) مشر محسن نقوي ارشد ندیم ته په جنوبي کوریا کښې د ایشیا اتلتیک اتلولۍ ګټلو مبارکي وویله او ویې ویل چې ارشد ندیم د پاکستان د خاورې زوی دی او نن ارشد ندیم یو ځل بیا د پاکستانیانو سر په وياړ اوچت کړ.
اولمپیک لوبو کښې له بریا وروسته ارشد ندیم د ایشیا د اتلتیک سیالیو کښې هم د سرو زرو ميډل وګاټه او د پاکستان نوم یې په ټوله نړۍ کښې روښانه کړ.