به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د پاکستان حکومت د هندوستان د رسنیو هغه ټولې ادعاوې په کلکه رد کړې دي چې ګواکې پاکستان د خپلو پاسپورټونو له متن څخه د اسرائیل سفر بندیز لرې کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت په یوه وضاحتي اعلامیه کې دا ادعاوې بې بنسټه وبللې.

وروسته له دې چې د هندوستان ځینې رسنۍ دا دروغ خپرې کړې چې پاکستان د پاسپورټ متن کې بدلون راوستی، د پاکستان چارواکو سمدستي سخت غبرګون وښود.

د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړه چې د پاسپورټونو په متن کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او د اسرائیل د سفر شق لا هم پر خپل ځای پاتې دی. د پاسپورټونو د ادارې ډایرکټر جنرال هم دا موقف تائید کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان پاسپورټ لا هم د اسرائیل پرته د ټولو نورو هېوادونو لپاره د استفادې وړ دی.

سربیره پردې، د اطلاعاتو وزارت هم ویلي چې د اسرائیل په اړه د پاکستان موقف روښانه، ثابت او غیر متزلزل دی. پاکستان نه کله هم د اسرائیل دولت په رسمیت پېژندلی او نه هم په راتلونکي کې د کوم ډول پوځي یا حکومتي همکارۍ اراده لري.

په همدې حال کې، د پاسپورټونو د ادارې لخوا د نوي پاسپورټونو چاپ پیل شوی چې په هغو کې د پلار او مور دواړو نومونه درج کېدلی شي، خو د اسرائیل په اړه د پاکستان پالیسي کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

نور ولولئ