به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د خيبر پښتونخوا حکومت د شمالي وزیرستان په ضلع کې د امن او امان د ټينګښت لپاره د پاکستان د جزا قانون دفعه ۱۴۴ نافذه کړې ده. دا پرېکړه د صوبې د کورنيو او قبایلي چارو وزارت د شمالي وزیرستان د انتظاميې په سپارښتنه شوې ده.

د حکومت له لوري په دې اړه يو رسمي نوټيفيکيشن هم جاري شوی دی. د اعلاميې له مخې، دا بنديز به د اکتوبر له ۳۰مې نېټې څخه نافذ وي او د نومبر تر لومړۍ نېټې د ماښام تر اوو بجو پورې به دوام ولري.

د نوټيفيکيشن له مخې، په شمالي وزیرستان کې د ټولو سياسي، ټولنيزو غونډو، جلسو، لاريونونو او دهرنو ترسره کول منع اعلان شوي دي. چارواکي وايي، دا اقدام د عامه امنيت د خوندي ساتلو، د ناوړه پېښو د مخنيوي او د سيمې د ثبات د ساتنې په موخه ترسره شوی دی.

امنیتي ځواکونو او د قانون پلي کوونکو ادارو ته واک ورکړل شوی چې که هر څوک له دې حکم څخه سرغړونه وکړي، د پاکستان د جزا قانون د دفعه ۱۸۸ له مخې به پرې قانوني کاروايي ترسره کړي.

د ضلعې انتظاميې له خلکو غوښتنه شوې چې د امن او امان د ساتنې لپاره له چارواکو سره بشپړه همکاري وکړي او د افواوو يا ناسم معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي.

چارواکي زیاتوي چې د حکومتي لارښوونو پيروي کول د ټولو د ګډ امن لپاره اړين دي، او د ولس همکاري د سيمې د ثبات بنسټ جوړولی شي.

نور ولولئ