به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان اعلان کړی چې پاکستان په فضايي څیړنو او ټیکنالوژۍ کښې یو لوی ګام پورته کړی. پاکستان نن د چین له ژیچانگ سټيلايټ توغولو مرکز څخه خپله ریموټ سینسنگ سټيلايټ په بریالیتوب سره فضا ته واستوله.

دغه سټيلايټ شپه او ورځ د لوړ کیفیت عکس اخیستلو وړتیا لري. دا به د پاکستان په ډیرو برخو کښې مرسته وکړي. لکه د ښارونو پلان جوړونه، د زیربناوو جوړول، د طبیعي پیښو سره مبارزه، د کرنې څارنه، د خوراکي توکو خوندیتوب، د چاپیریال ساتنه، د ونو پرې کولو څارنه، د اقلیمي بدلون تحلیل او د اوبو سرچینو مدیریت مرسته به هم وکړي.

دا ریموټ سټيلايټ د پاکستان د ملي فضايي ایجنسۍ (سپارکو) لخوا د چين الکټرونیک ټیکنالوژۍ ګروپ کارپوریشن (CETC) او مایکرو سیټ چين په همکارۍ جوړه شوې ده. دا به د ځمکې د لیدو پر بنسټ د یو بشپړ سیسټم بنسټ جوړ کړي.

دا سټيلايټ ماموریت به د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور وي او د ټول هیواد په کچه به د خلکو د ژوند کیفیت ښه کولو کښې مرسته وکړي. پاکستان یو ځل بیا د فضايي څیړنو په برخه کښې د مخکښو هیوادونو په ډله کښې خپل ځای پیاوړی کړ.

مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار د سپارکو پاکستان، CETC او مایکرو سیټ چين د انجینرانو، ساینس پوهانو او تخنیکي کارپوهانو نه ستړي کیدونکي هڅې، ښه همکارۍ او دې ماموریت ته ژمنتیا وستایله.

نور ولولئ