به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د جنوبي وزیرستان سکاوټس دوه سرتیري د خیبر پښتونخوا په ټانک ضلع کښې تښتول شوي دي.

سرتیري زبیر او انشاءالله په رخصتۍ وو او خپلو کورونو ته راغلي وو. دواړه سرتیري د فټبال لوبې له لیدو وروسته کور ته روان وو چې د نندر کلي ته نږدې وتښتول شول.

یو تښتول شوی سرتیری د پای کلي او بل د اما خېل کلي اوسیدونکی دی.

د عیني شاهدانو په وینا وسله وال په موټرسایکلونو سپاره وو کله چې یې سرتیري ونیول او وه ئي تښتول. د پلټنې هلي ځلي روانې دي.

نور ولولئ