به‌روزرسانی دربارهٔ10 hours ago

په بلوچستان کښې ترهګرو یو چارواکی وژلی او ودانۍ یې سوځولې دي.د بلوچستان په سوراب سیمه کښې د جمعې په ورځ ترهګرو یو حکومتي چارواکی وژلی او د حکومت څو ودانۍ یې سوځولې دي.د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند وویل چې په سوراب کېې دا بزدلانه برید پر یوه بانک او د اداري افسرانو پر کورونو شوی دی. هغه دا پېښه د دولت واک ته ننګونه وبلله.رند وویل چې په سوراب بازار کښې یو بانک لوټ شوی او د حکومتي چارواکو بېلابېل کورونه د برید په ترڅ کښې سوځول شوي دي. د خواشینۍ ځای دی چې د عوایدو مرستیال کمیشنر هدایت بلیدي په زړورتیا له بریدګرو سره په جګړه کښې شهید شوی او خپل هیواد ته یې د زړورتیا یوه نوې بېلګه وړاندې کړې ده.ویاند یادونه وکړه چې د برید پر مهال د مرستیال کمیشنر په کور کښې ښځې او ماشومان هم موجود وو. هغه هندي لاسپوڅي د دې تاوتریخوالي په پلان کولو تورن کړل.اوسمهال په سیمه کښې د لټون عملیات روان دي او د نظم د ټینګولو لپاره سرحدي ځواکونه، پولیس او لیویز ځواکونه ځای پر ځای شوي دي. د سیمې د خوندیتوب او امنیت د یقیني کولو لپاره د پاکولو عملیات روان دي.

نور ولولئ