د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار اعلان کړی چې پاکستان به په کابل کښې خپل شارژدافیر د سفیر کچې ته لوړ کړي. دا به په ۲۰۲۱ کال کښې د حکومت له بدلون وروسته په کابل کښې لومړی پاکستانی سفیر وي.
ډار پر ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي دي چي د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۱۹ نېټه له پاکستاني پلاوي سره کابل ته زما له ډېرې ګټورې لیدنې وروسته د پاکستان او افغانستان اړیکې پر مثبت لوري روانې دي. د دې پرمختګ د ساتلو لپاره زه خوښ یم چې د پاکستان د حکومت پرېکړه اعلانوم چې په کابل کښې یې د خپل شارژدافیر کچه سفیر ته لوړه کړه.
هغه زیاته کړه چي زه ډاډه یم چې دا ګام به د ښکیلتیا په زیاتولو په اقتصادي، امنیتي، ترهګرۍ ضد او سوداګریزو برخو کښې د پاکستان او افغانستان همکاریو ته لا وده ورکړي او د دواړو ورورولیو هېوادونو ترمنځ به نورې تبادلې وهڅوي.
