به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

پاکستاني حکومت سمدستي په ټول هېواد کښې د سیم کارډونو بندولو پرېکړه کړې ده. دا پرېکړه د هغو سیم کارډونو په نښه کوي چې د پای ته رسېدلي (ایکسپایر شوي) ملي شناختي کارډونو (CNIC) سره ثبت شوي دي.

لومړی پړاو به ټول هغه سیم کارډونه غیر فعال کړي چې په ۲۰۱۷ کال یا له دې مخکې صادر شوي شناختي کارټونو سره تړلي دي. د مړو کسانو په نوم ثبت شوي سیم کارډونه به هم سمدستي بند شي.

دا پرېکړه د نادرا په مرکزي دفتر کښې په یوې لوړې کچې غونډه کښې شوې ده. موخه یې امنیت ښه کول او د هېواد مخابراتي سیسټم منظم کول دي. د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د دې غونډې مشري کوله چې د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چوهدري او د نادرا چارواکي پکې شامل وو.

دا پالیسي به په راتلونکو پړاوونو کښې د ۲۰۱۷ کال وروسته صادر شوي لغوه شوي شناختي کارتونو ته هم وغځول شي. یوازې هغه سیم کارډونه به فعال پاتې شي چې د فعال شناختي کارتونو سره ثبت شوي وي.

په غونډه کښې د نادرا د پراختیايي هڅو په اړه هم خبرې وشوې. چې په ټول هېواد کښې ۸۷ نوي راجستر مرکزونه او ۴۱۷ اضافي کاونټرونه پرانیستل شوي دي. د ملي شناختي کارډونو د قوانینو ۲۰۰۲ کال کښې تعدیلات هم تصویب شول. د نادرا مشر د بایومیټریک معلوماتو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او د مخ پیژندنې ټیکنالوژۍ لپاره یې د نادرا د خوندي ډېټابېسونو کارولو ملاتړ وکړ. کوم چې به د ګوتو نښو په تایید کښې له ستونزو سره مخ کسانو سره مرسته وکړي.

وزیر نقوي د نادرا د خدماتو د پراختیا لپاره په محرومو سیمو کښې لکه ملتان، سکھر، او ګوادر کښې د نویو سیمه ایزو دفترونو د جوړولو امر وکړ. هغه نورو ادارو ته هم امر وکړ چې د بایومیټریک معلوماتو جلا ذخیره کول ودروي او تر ۲۰۲۵ کال د دسمبر ۳۱ پورې په ټول هېواد کښې د مخ پیژندنې ټیکنالوژۍ پلي کولو ته امر وکړ. چې د کورنیو چارو وزارت به یې څارنه کوي. وزیر په اسلام آباد کښې د نادرا د یوه نوي میګا مرکز د بنسټ ډبره هم کېښوده.

نور ولولئ