په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کښې د پوځ په جلا عملیاتو کښې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي او له هندي پلوو ډلو سره تړاو لرونکي ۱۲ ترهګر له منځه وړل شوي دي. دا خبر د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) د پنجشنبې په ناوخته اعلان کړی دی.
په خیبر پښتونخوا کښې عملیات
آئي اېس پې آر په خیبر پښتونخوا کښې د دوو جلا نښتو په اړه معلومات ورکړي دي.
په شمالي وزیرستان د شوال په سیمه کښې پر یوې امنیتي پوستې برید شنډ شوی دی. آئي اېس پې ویلي دي چي هندي پلوو خوارجو هڅه کوله چې په شوال عمومي سیمه کښې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید وکړ. دغه هڅه زمونږ سرتېرو په اغیزمنه توګه شنډه کړه او په رامنځته شوې ډزو کښې شپږ هندي پلوه خوارج دوزخ ته واستول شول. په دې نښته کښې ۲۴ کلن ډګروال دانیال اسماعیل، ۴۲ کلن نائب صوبیدار کاشف رضا، ۳۵ کلن لانس نائیک فیاقت علي او ۲۶ کلن سپاهي محمد حمید په شهادت رسیدلي دي. آئي اېس پې آر یادونه کړې چې ډګروال اسماعیل په زړورتیا جګړه وکړه او له خپلو دریو ملګرو سره یې شهادت قبول کړ.
په ضلع چترال کښې په یو بل عملیاتو کښې یو بل ترهګر هم له منځه وړل شوی دی.
په بلوچستان کښې پنځه نور ترهګر چې له هندي پلوه فتنه الهندستان سره تړاو لري. په دوو جلا عملیاتو کښې وژل شوي دي. آئي اېس پې آر راپور ورکړی چې په لورالايي ضلع کښې یو استخباراتي عملیات د څلورو ترهګرو د له منځه وړلو او د وسلو، مهماتو او چاودیدونکو توکو د نیولو لامل شوي دي. د آئي اېس پې آر په وینا دغه ترهګر په اين-۷۰ لویې لارې باندې په بریدونو کښې ښکیل وو چې له امله یې ۳۰ کسان وژل شوي وو. یو بل ترهګر په کیچ ولسوالۍ کې په یوه جلا نښته کښې وژل شوی دی.
د آئي اېس پې آر او ولسمشر پیغام
آئي اېس پې آر خپله بیانیه په دې ټینګار سره پای ته رسولې ده چي د پاکستان امنیتي ځواکونه هوډ لري چې د هندي پلوه ترهګرۍ ګواښ له هیواده له منځه یوسي او د ترهګرۍ د عاملینو او د هغوی د اسانتیاوو راوستونکو ته د عدالت د پلي کولو لپاره د ملت نه ستړې کیدونکې اراده بیا تاییدوي.
ولسمشر آصف علي زرداري د امنیتي ځواکونو ستاینه کړې او د فتنه الهندستان د له منځه وړلو لپاره یې خپله ژمنه بیا تکرار کړې او ویلي یې دي چي امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو لپاره اقدام کوي او ملت متحد ولاړ دی. د فتنه الهندستان پر وړاندې عملیات به تر هغه وخته دوام وکړي چې ترهګري په بشپړه توګه له منځه یوړل شي.