به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

​د بلوچستان په خضدار ضلع د زَهري په سیمه کې امنیتي ځواکونو د پټو معلوماتو پر اساس د فتنه الہندوستان په نوم د یوې ترهګرې ډلې خلاف یو لوی عملیات پیل کړي دي.

​امنیتي سرچینو ویلي دي چې د زَهري په شاوخوا غرونو کې د ترهګرو د شتون او تګ راتګ پخلی شوی معلومات وو. دې ترهګرو پر ځایي خلکو هم ظلم کاوه. د ترهګریزو فعالیتونو د زیاتېدو له امله ځواکونو په بېړه د عملیاتو پرېکړه وکړه.

​سرچینو دا هم وویل چې د عملیاتو په پایله کې تر اوسه پورې د فتنہ الہندوستان ۷ ترهګر وژل شوي او د ۱۰ نورو د ژوبل کېدو راپورونه هم شته.

​د سرچینو په وینا په دغو عملیاتو کې د ډېرو ځمکنیو ځواکونو (ګراؤنډ فورسز) تر څنګ، چورلکې (هیلي کاپټرونه) هم کارول کېږي.

​له وژل شویو ترهګرو څخه جوړ شوي بمونه (IED’s)، ټرانسمیټرونه، امریکایي اټومیټک وسلې، لاسي بمونه، مرمۍ او موټرسایکلونه تر لاسه شوي دي.

​امنیتي ځواکونو پر وخت عمل وکړو او په بدوکشت نومي مرکزي پُل باندې ځای پر ځای شوی یو لوی بم (IED) یې هم په بریا سره ناکام کړو او له خطر یې وژغوره.

​امنیتي سرچینو ژمنه کړې ده چې دوی به دا عملیات تر هغه وخته جاري ساتي څو چې د فتنه الہندوستان ډله د هند (اِنډیا) په اشارې تخریبي کارونه کوي. د زَهري او ټول بلوچستان نه په مکمله توګه ختمه شي.

نور ولولئ