په کوئټه کې ماډل ټاون ته نږدې د اېف سي هيډکوارټر ترڅنګ په یوه وحشتناک ځانمرګي برید او ډزو کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. ځايي سرچینو ویلي چې دا چاودنه په یوه حساسه سیمه کې شوې او غږ یې تر لرې اورېدل شوی دی. د برید له کبله د شاوخوا ودانیو او کورونو کړکۍ هم ماتې شوې دي.
امنیتي سرچینو د دې حملې مسؤلیت پر فتنۃ الهندوستان ډلې اچولی دی. د سرچینو په وینا ځانمرګی بریدګر د اېف سي په وردي (جامو) کې و او درې نور ترهګر هم ورسره مل وو.
امنیتي ځواکونو په وخت ځوابي اقدام وکړو او ټول څلور ترهګر یې ووژل. په ډزو او چاودنې کې د اېف سي دوه ځوانان هم ټپیان شوي دي.
ریسکیو ټیمونو د ۶ وژل شویو کسانو مړي او ۱۹ ټپیان روغتونونو ته رسولي دي. د صحت وزیر بخت محمد کاکړ د وژل شویو کسانو پخلی کړی دی. د پېښې سمدستي وروسته د صحت وزیر او سیکرټري صحت په سول روغتون، بي اېم سي، او ټراما سنټر کې ایمرجنسي اعلان کړې او ټول طبي کارکوونکي یې روغتونونو ته ورغوښتي دي. د چاودنې وروسته د لوګي ورېځې اسمان ته پورته شوې او د پشین سټاپ د چاودنې وروسته منظرې په سي سي ټي وي کې ثبت شوي دي.
د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي په کوئټه کې شوې چاودنه په سختو ټکو غندلې ده.
وزیر اعلیٰ وویل چې امنیتي ځواکونو د پېښې وروسته سمدستي او ښه اقدام وکړو او څلور ترهګر یې ووژل. هغه ټینګار وکړو چې ترهګر په داسې بزدلانه (ډارنو) کړنو سره د قام مورال نه شي کمولی.
میر سرفراز بګټي شهیدانو ته خراج تحسین (درناوی) وړاندې کړه او ویې ویل چې د ولس او امنیتي ادارو قربانۍ به بې ځایه لاړې نه شي او هغه د بلوچستان د امن او امنیت لپاره په خپل عزم (ارادې) ټینګ ولاړ دی. هغه د شهیدانو له کورنیو سره یووالی (خواخوږي) څرګنده کړه او د ټپیانو د ژر تر ژره روغېدو دعا یې وکړه.