به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) خبرداری ورکړی چې په پنجاب او خیبر پښتونخوا (K.P) کې د وروستیو سیلابونو له امله د راتلونکي ربي فصل کرنه سخته زیانمنه کیدای شي. بل پلو د پنجاب د آفتونو د مدیریت ادارې د سروې ټیمونو ته لارښوونه کړې چې د زیانونو د ارزونې پر مهال عامه شکایتونو ته لومړیتوب ورکړي.

​د FAO لخوا د ګل (دوشنبې) په ورځ په خپاره شوي لومړني راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې سیلابونو د ۲۰۲۵-۲۶ د ربي او د ۲۰۲۶ د خریف فصلونو لپاره د تخمونو په برابرولو کې خطر پیدا کړی دی.

​د راپور له مخې سیلابونو ۱.۳ ملین هکتاره ځمکه تر اوبو لاندې کړه. چې ۹۳۰۰۰۰ هکتاره یې کرنیزه ځمکه وه. په دې کې پنجاب تر ټولو ډیر زیانمن شوی دی.

​راپور زیاتوي چې د غنمو د تخم نیمایي برخه د بزګرانو د خوندي شوي غلې څخه راځي. چې یوه لویه برخه یې په کورونو کې د سیلاب له امله له منځه تللې ده.

​که څه هم په رسمي سیکټر کې له ۸۰ تر ۹۰ سلنه تخم شته. خو د تقاضا زیاتوالی او د نرخونو لوړیدل بزګران دې ته مجبوروي چې تخم د غلې په توګه وپلوري. چې په دې توګه به په ټولیز ډول په ضلعو کې د تخمونو شتون کم شي.

​په پاکستان کې سیلابونو د مالدارۍ سیکټر ته هم سخت زیان رسولی دی.

​وروستیو سیلابونو د څارویو د خوراک (واښه) عرضه ډیره زیانمنه کړې. چې له امله یې په لیرو پرتو سیمو کې لګښت لوړ شوی او لاسرسی ورته کم شوی دی.

​د راپور له مخې د مالدارۍ د ناروغیو له امله د څارویو مالکان په کم قیمت د پلورلو ته اړ شوي. پداسې حال کې چې په رسمي بازار کې یوازې ۴۵ سلنه د واښو تخمونه شته.

​په پناه ځایونو کې د اوبو دریدل او ګڼه ګوڼه په څارویو کې تشنج او د ناروغیو خطر زیاتوي. FAO د لمپي سکن ډیزیز (LSD)، منځ کھر (Foot-and-Mouth Disease) او نورو ساري ناروغیو د خپریدو لپاره د مناسبو شرایطو خبرداری ورکړی دی.

نور ولولئ