ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي دي چې د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف او پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا له سوليیز پلان پوره ملاتړ کوي.
ټرمپ دا خبره د اسراییلو له وزیر اعظم بنجامن نیتن یاهو سره په ګډه خبري غونډه کې وکړه. هغه وویل چې شهباز شریف او فیلډ مارشل عاصم منیر له پیل څخه زمونږ سره وو او په پوره توګه په دې تړون باور لري او ملاتړ یې کوي.
دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې کیږي چې وزیر اعظم شهباز شریف په خپله ټویټر (اېکس) پاڼه کې د امریکا د سولې پر پلان هرکلی وکړو.
شهباز شریف ویلي وو چې دی پر دې خبره باور لري چې د فلسطین او اسراییل ترمنځ دایمي سوله، په سیمه کې د سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره ډېره ضروري ده. هغه دا هم وویل چې ولسمشر ټرمپ تیار دی چې دې خورا مهم او بیړني تفاهم ته د رسېدو لپاره هره ممکنه مرسته وکړي او د ټرمپ رهبري یې وستایله.
وزیر اعظم شهباز شریف یو ځل بیا د دوه ریاستي حل (Two-State Solution) ملاتړ وکړو او ویې ویل چې دی په دې پوره باور لري چې د دوه ریاستي وړاندیز عملي کول په سیمه کې د پایدارې سولې د یقیني کولو لپاره ضروري دي.
د راپورونو له مخې، د ټرمپ په پلان کې سمدستي اوربند، د اسراییلي پوځ په مرحلو کې وتل او په ۴۸ ساعتونو کې د یرغمالیو خوشې کول شامل دي. ورپسې به اسراییل له زرو زیات فلسطینی بندیان خوشې کړي.
خو اسراییلي وزیر اعظم نیتن یاهو په ملګرو ملتونو کې د حماس پر وړاندې د کار بشپړولو هوډ څرګند کړی او د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل یې رد کړي دي. د دې پلان په لار کې لاهم خنډونه پراته دي. لکه د جګړې وروسته په غزه کې د نړیوال ځواک او د رام الله میشتې فلسطیني ادارې د رول په اړه د اسراییل او عربو هیوادونو ترمنځ اندېښنې.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا تر اوسه د اسراییلو په بریدونو کې تر ۶۶,۰۵۵ زیات فلسطینیان (چې ډېری یې ملکي وګړي دي) وژل شوي دي.