په جنوبي وزیرستان کې پولیس چارواکو دعوی وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) یو قومندان یې وژلی دی.
چارواکو وویل چې قاري حسین د ګل(دوشنبې) په ورځ د بېرمل تحصیل په لاندیني جنوبي وزیرستان یوه لرې پرته سیمه کې په ډزو کې وژل شوی دی. پولیس چارواکو دا وسله وال د TTP یو مهم کس بللی دی. چې د امنیتي ځواکونو په بریدونو، باج اخیستلو، تښتونو او هدفي وژنو کې ښکیل و.
هم دغسې د ګل/دوشنبې په ورځ د لکي مروت ضلعې په ونډه امیر سیمه کې د ځایي پولیسو او وسله والو کلیوالو په ملاتړ په یوه سخته نښته کې یو وسله وال ووژل شو.
د پولیسو یوه چارواکي وویل چې د سیمې پولیسو د وسله والو کلیوالو او د سولې کمیټې د غړو په مرسته په کلیواله سیمه کې د فتنه الخوارج (کوم نوم چې ریاست TTP ته کاروي) ترهګرو د شتون په اړه د معلوماتو پراساس عملیات پیل کړل.
هغه وویل چې د صدر پولیس سټیشن په حدودو کې سختې ډزې وشوې چې په ډزو کې یو ترهګر له منځه یوړل شو.
وژل شوی ترهګر د حکمت الله په نوم پېژندل شوی دی او هغه په بېلابېلو ترهګريزو کيسونو کې پولیسو او د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) ته په کار و.
د لکي مروت ډي پي او (ضلعي پولیس افسر) نذیر خان د دی خبری تایید وکړو چې د ایلیټ فورس کمانډوګانو هم په دغه عملیاتو کې برخه اخیستې وه او له هغوی سره زغروال ګاډي هم وو.
هغه زیاته کړه چې پولیس او ولس به په ګډه د دې فتنې خلاف عملیات کوي ترڅو له دې ضلعي څخه یې په په مکمله توګه توګه لمنځه یوسي.