په پنجاب کښې ویجاړوونکو سیلابونو اوس د سیند صوبې ته یو جدي ګواښ رامنځته کړی. ځکه چې په سیند کښې د سیند د اوبو کچه ډېره لوړه شوې ده.
دا سیلاب په پنجاب کښې زیات ویجاړوونکی و. چې د چناب، راوي او ستلج سیندونو د یوځای ډکېدو له امله رامنځته شوی چې دا په هېواد کښې یوه ډیره غټه پېښه ده.
چارواکو د اوبو د مخنیوي لپاره په ځینو ځایونو کښې د اوبو دیوالونه په قصدي توګه مات کړي ترڅو اوبه ښارونو ته له ننوتلو څخه واړوي.
په زرګونو خلک بې ځایه شوي او د ډېرو ژوندونه له لاسه وتلي دي.
ډان اخبار په خپل راپور کښې ویلي چې دا بحران بې مخینې دی. ځکه چې د لومړي ځل لپاره درې واړه لوی سیندونه په یو وخت کښې ډک شوي دي.
د زیان د کمولو لپاره چارواکو د اوبو دېوالونه د جهنګ ضلعي په اترا هزاري او د روازل بریج ته نږدې مات کړل ترڅو د هډ تریمو فشار کم کړي.
دغه راز د رنګپور او شیر شاه بندونو ته نږدې هم چاودیدونکي توکي استعمال شول ترڅو اوبه د هډ محمد والا څخه لرې کړي.
د دې په پایله کښې په لسګونو زره کسان بې کوره شوي دي. ایکسپریس ټریبیون اخبار د (NDMA) په حواله د سیند په صوبه کښې د سیلاب د راتلونکي لوړې کچې په اړه خبرداری ورکړی دی.
د NDMA وړاندوینه کوي چې د سیند په مختلفو بندونو کښې به د اوبو بهېدل د ستمبر له پنځمې څخه تر نهمې پورې له ۸۰۰۰۰۰ څخه تر ۱.۱ میلیونه کیوبیک فوټو ته ورسېږي.
د دې ټولو اوبو راټولېدل به د ستمبر له ۱۲می څخه تر ۱۳مې پورې د ۱.۲ ملین کیوبیک فوټو په کچه یو خورا لوړ سیلاب رامنځته کړي چې د سیند په غاړه او ټیټو سیمو کښې به اغېز وکړي.
این ډي ایم اي خبرداری ورکړی چې کرنیزو ځمکو، استوګنځایونو، کلیو او زېربناوو ته به زیان ورسېږي او د سمدستي وقایوي اقداماتو غوښتنه یې کړې. د سیند د اوبو لګولو وزیر د لوړ چمتووالي حالت تایید کړو او ټینګار یې وکړو چې د سیند په غاړه ټول خلک باید لږ تر لږه دوه ورځې مخکې خبر شي.
دا وضعیت په پنجاب کښې د لومړنۍ ویجاړۍ ښودنه کوي چې اوس سیند ته د ګواښ سبب شوې ده.
په پنجاب کښې د بې سارې بارانونو او په قصدي توګه د اوبو د دیوالونو ماتولو ګډ اغېز په سیند کښې د اوبو خطرناک څپه رامنځته کړې ده. چې دې صوبې ته د دویمې وېجاړوونکې څپې ګواښ پېښ کړی دی.