د بلوچستان په مستونګ ضلع کښې د لکپاس په سیمه کښې یوه ډېره غمجنه پېښه شوې ده. یوې جوړې د خوښې واده یې کړی و. واده شوي جوړه په ډزو وژل شوې ده. د ولي خان لیویز تاڼې کښې د وژنې مقدمه درج شوې ده او د وژل شوې ښځې پنځه وروڼه پکې تورن شوي دي.
جزیات ښیي چې وژل شوې جوړې اووه کاله مخکې کورټ میرج کړې وه. خو په دې وروستیو کښې د دواړو کورنیو ترمنځ روغه جوړه شوې وه او د وژل شوې ښځې وروڼو دوی مېلمستیا ته بللي وو. وژل شوي کسان له پنجګور څخه په یوه زمباد پک اپ وین کښې تر لکپاس پورې راغلي وو. چیرې چې قاتلانو ورته ویلي وو چې د نوشکي کراس خوا ته انتظار وکړي.
د نهه (سهشنبې) په سهار شاوخوا ۷ بجې دوه موټرسایکل سپاره کسان ځای ته ورسېدل او په ټي ټي پسټول یې په ډزو مېړه او ښځه بې درده ووژل. د دې دردناکې پېښې تر ټولو غمجنه خبره دا ده چې قاتلانو دا جوړه د دوی د دوو ماشومانو پر وړاندې ووژله او وتښتېدل.
ویل کیږي چې تورن کسان د جتوئي بلوچ قوم پورې تړلي دي. د لیویز چارواکو د تورنو کسانو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي. دې دوه ګوني قتل په سیمه کښې د ویر او وېرې فضا خپره کړې ده.