به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

په پښتونخوا کښې د باجوړ په قبایلي ضلع کښې د وسله‌والو پر ضد پوځي عملیات نن شورو (د جولای ۳۰مه، ۲۰۲۵) دویمې ورځې ته وغځېدل. چې پکې د ګڼو وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. په ورته وخت کښې سیمه‌ییزو خلکو د دې عملیاتو پر ضد احتجاج کړی او دعوه کوي چې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله شوي او ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي.

دا عملیات د ګن شپ چورلکو او درنو توپونو په مرسته کېږي او دا هغه وروسته پیل شول چې د باجوړ په ۱۶ سیمو کښې ګرځبندیز (کرفیو) لګول شوی و. ګرځبندیز (کرفیو) په باد سیه، تروکو، اېړب، ګټ، اګره، خرڅۍ، دواګۍ، کلان، لغړۍ، کټکوټ، ګلې، نښتر، زرای، دمبرۍ، اماناتو او زګي کښې لګول شوی ده.

خبر کدې ته ځایي سرچینو ویلي چې په دې عملیاتو کښې لږ تر لږه ۱۱ وسله‌وال وژل شوي او پنځه امنیتي کسان ټپیان شوي دي. د ګڼو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي دي. په راپورونو کښې دا هم ویل شوي چې وسله‌وال د عامو خلکو په منځ کښې پټ شوي وو.

د قومي اسمبلۍ غړي مبارک زیب خان او پخواني ایم این اې ګل ظفر خان په ګډون یو شمېر سیمه‌ییزو مشرانو د دې عملیاتو پر ضد احتجاج کړی دی. دوی دعوه کوي چې د ګرځبندیز (کرفیو ) له لګولو مخکې خلکو ته پوره خبرتیا نه وه ورکړل شوې. د باجوړ امن عمل کمیټې یوه غونډه هم د ایم پي اې انور زیب خان په کور کښې شوې ده. چېرته چې د باجوړ اوسېدونکو د عملیاتو د سملاسي بندولو غوښتنه کړې ده.

ګل ظفر خان ویلي چې سیمه‌ییز خلک به دواړو خواوو ته ورځي او له هغوی به د تاوتریخوالي د بندولو غوښتنه کوي.

په عمرۍ او ماموند کښې احتجاجي مظاهرې شوې. چې پکې ځایي خلکو ویلي چې عام وګړي له عملیاتو څخه سخت خطر سره مخ دي.

 مظاهرينو د عملیاتو د سمدسي بندولو غوښتنه کړې ده.

نور ولولئ