د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشل عاصم منیر ویلي چي هند د ۱۹ ورځنۍ پوځي نښتې معرکه حق (چې د اپریل له ۲۲مې د می تر ۱۰مې شوې وه) وروسته پر پاکستان خپله پراکسي (نیابتي) جګړه زیاته کړې ده.
د انټر سروسز پبلک ریلیشنز (ISPR) له مخې لوی درستیز دغه څرګندونې په بلوچستان کښې د شپاړسم ملي ورکشاپ ګډونوالو ته د وینا پر مهال کړې دي. لوی درستیز د ترهګرو ملاتړ په کلکه وغنده او دا یې د بلوڅو خلکو د وطن دوستۍ کمزورې کولو یوه ناکامه هڅه وبلله.
هغه وویل چې هند د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان په نومونو ډلو په کارولو سره د نیابتي جګړې پراخول، د پاکستان پر وړاندې د هایبرډ جګړې یوه بڼه ده.
فیلډ مارشل منیر خبرداری ورکړ چې دا نیابتي ډلې به له ورته پایلو سره مخ شي لکه څنګه چې د معرکه حق پر مهال شوې وې. لوی درستیز د ترهګرۍ پر بې توپیره طبیعت ټینګار وکړ چې له مذهبي او توکمیزو حدودو پورته ده.
هغه د دې ګواښ سره د مبارزې لپاره پر یو ملي غبرګون او ټولیز هوډ ټینګار وکړ. لوی درستیز په بلوچستان کښې د ترهګرۍ له منځه وړلو او د ملي یووالي لپاره د ټولنیزې او اقتصادي پراختیا ته د پاکستاني پوځ پر ژمنې بیا ټینګار وکړ او سیمه ایزې سولې ته د پاکستان پر ارادې یې ټینګار وکړ او په ورته وخت کښې یې د هر ډول داخلي یا بهرني ګواښ په وړاندې د پریکنده غبرګون لپاره د هیواد چمتووالی په ګوته کړ.