د پاکستان پوځ وایي چي د بلوچستان په مچ او قلات ضلعو کښې دوئي اوه ترهګر وژلي دي.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) د یوې خبرپاڼې له مخې دا ترهګر د فتنه الهند ډلې پورې تړلي وو.
دوی ویلي دي چي په مچ کچي ضلعو کښې د استخباراتو پر بنسټ عملیات شوي وو. چې په ترڅ کښې یې پنځه ترهګر وژل شوي دي.
بل خوا په قلات ضلع کښې هم د ترهګرو پر یوه پټنځای عملیات شوي دي چې پکې دوه نور ترهګر وژل شوي دي.
آئي اېس پې آر زیاته کړه چي له وژل شویو ترهګرو څخه وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي. چې دوی په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو کښې ښکیل وو.
د پوځ په وینا پاکستاني امنیتي ځواکونه ژمن دي چې د هند په ملاتړ ترهګري له منځه یوسي او د هند په ملاتړ ترهګرۍ عاملین او د هغوی اسانوونکي به عدالت ته راکاږي.