به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

هند په فوري توګه له پاکستان څخه د ټولو راغلو او تېرېدونکو مالونو بندیز اعلان کړ. چې د دواړو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ یې ډیپلوماتیک کړکېچ نور هم زیات کړ.
دا بندیز چې سمدستي نافذ شو. د هند د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي ریاست په یوه خبرتیا کښې اعلان کړ.
خبرتیا کښې ویل شوي چې دا بندیز د ملي امنیت او عامه پالیسۍ په ګټه لګول شوی دی.
دا خبرتیا چې د مې د دویمې نېټې ده. د ۲۰۲۳ د بهرنۍ سوداګرۍ پالیسي (FTP) کښې تعدیل راولي ترڅو په ښکاره ډول د پاکستان څخه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د هر ډول مالونو واردات یا ترانزیت تر بلې خبرتیا پورې منع کړي.
دا اقدام په هندي غیرقانوني توګه تر ولکې لاندې کشمیر سیمه کښې په وروستي خونړي برید پسې دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې ترینګلې اړیکې نورې هم خرابې کړې دي.
د هند دا اقدام د پاکستان د ورته اقدام په څېر دی. کوم چې له هند څخه واردات هم بند کړي دي.
په پاهلګام کښې له هغه برید وروسته چې ۲۶ سیلانیان پکې ووژل شول. هند اعلان وکړ چې د سیندونو د اوبو تړون به وځنډوي. په هند کښې به د پاکستان ډیپلوماتیک حضور کم کړي او د واهګه-اټاري پوله به وتړي. په ځواب کښې پاکستان هم په هند کښې د هند ډیپلوماتیک حضور کم کړ. هندیانو ته یې ویزې لغوه کړې او د هند الوتکو لپاره یې خپله فضا وتړله. دوی دا هم اعلان کړی و چې د پاکستان د اوبو د غصبولو هر ډول هڅه به د جنګي عمل په توګه ګڼل کیږي.

Author

نور ولولئ