پاکستان د شنبې په ورځ د ابدالي وسلو سیسټم بریالي ازموینې وکړې. د انټر سروسز پبلک ریلیشنز په وینا دغه ځمکې څخه ځمکې ته توغول شوی توغندی ۴۵۰ کیلومټره واتن لري. دغه ازموینه له هند سره د تاو تریخوالي په زیاتیدو سره ترسره شوه.
د آئي اېس پې آر په وینا دغه روزنیز توغول د ایکس انډس د تمرین برخه وه او مقصد یې د سرتیرو عملیاتي چمتووالی او د توغندي د پرمختللي نیویګیشن سیسټم او د چلولو د ښه والي ځانګړتیاو په ګډون د مهمو تخنیکي پیرامیټونو تاییدول وو.
په دې کتنه کښې د پوځ د ستراتیژیکو ځواکونو قوماندان ، د ستراتیژیک پلان جوړونې څانګې لوړ پوړو چارواکو، د پوځ د ستراتیژیکو ځواکونو قوماندانۍ، او همدارنګه د پاکستان د ستراتیژیکو سازمانونو ساینس پوهانو او انجینرانو ګډون کړی و.
آئي اېس پې آر زیاته کړه چې ولسمشر لومړي وزیر او د وسله والو ځواکونو مشرانو ساینس پوهانو او انجینرانو ته د دې بریالي توغندي د توغولو مبارکي وویله.
آئي اېس پې آر زیاته کړه چي هغوی د پاکستان د ستراتیژیکو ځواکونو په عملیاتي چمتووالي او تخنیکي وړتیا بشپړ باور څرګند کړ ترڅو د هر ډول تیري په وړاندې د ملي امنیت د ساتنې لپاره د باور وړ لږ تر لږه دفاع ډاډمن کړي.
دا توغول له هند سره د تاو تریخوالي له زیاتیدو وروسته کیږي. وروسته له هغې چې په پهالګام کښې برید وشو. پاکستاني چارواکو ویلي دي چې داسې باوري استخباراتي معلومات شتون لري چې هند ممکن د پاکستان په وړاندې پوځي اقدام وکړي. د قول اردو قوماندانانو یوې ځانګړې غونډې د جمعې په ورځ وویل چې د هند هر ډول زیاتوالی به پریکنده ځواب ترلاسه کړي.