پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ د
پنجشنبي په ورځ په نښته کښي د بلوچستان په پوله د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ د یوې پوستې جوړولو پر سر ډزې تبادله شوې.
دا نښته د افغانستان په برامچه سیمه کښې شوې ده. چې د بلوچستان چاغي ولسوالۍ سره پوله لري.
په اسلام اباد کښې میشته څیړنیزې ادارې دی خراسان ډایري ویلي دي چې ډزې له غرمې وروسته پیل شوې. بیا ودرېدې او بیا بیا پیل شوې.
د پولې پر سر د پوستو جوړول له ډېرې مودې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو لامل دی.
د دې کال په پیل کښې هم د ورته حالاتو له امله د تورخم پوله تړل شوې وه. پاکستان د یوې سرحدي پوستې پر جوړولو اعتراض کړی و. په ځواب کښې افغان امنیتي ځواکونو پوله تړلې وه او مورچې یې نیولې وې. له اوږدې نښتې وروسته بیا د جرګې له لارې سوله راوستل شوه
