به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

کویت د ۱۹ کلونو اوږد بندیز وروسته د پاکستاني وګړو لپاره د کار، کورنۍ، لیدنې، ګرځندوی او سوداګریزو ویزو بیا خپرول پیل کړل.

د معلوماتو له مخې کویتي حکومت د پاکستانيانو لپاره دا مهمه پریکړه کړې او پر ویزو لګول شوی بندیز یې لرې کړی دی.

د دې پریکړې وروسته اوس پاکستاني وګړي د مختلفو ډوله ویزو لپاره غوښتن لیکونه ورکولی شي. چې په کښې د کار، کورنۍ لیدنې، ګرځندوی او سوداګریزو موخو لپاره ویزې شاملې دي. کویت پلان لري چې د روغتیا په برخه کښې له پاکستان څخه ۱۲۰۰ نرسانو ته دندې ورکړي. چې لومړۍ ډله به یې ډیر ژر کویت ته ولېږل شي.

د یادونه دي وشي چې کویت په ۲۰۱۱ کال کښې د امنیتي اندیښنو له امله د پاکستان، ایران، سوریې او افغانستان پاسپورټ لرونکو ته د ویزو ورکول بند کړي وو. د دې بندیز د پای ته رسولو لپاره په مختلفو دورو کښې د کویتي حکومت سره په دیپلوماتیکه کچه خبرې روانې وې.

د بهرنیو پاکستانیانو وزارت فوکل پرسن د کویت د دې اقدام هرکلی وکړ او ویې ویل چې د ویزو پر بندیز پای ته رسولو سره به زرګونو پاکستانیانو ته په کویت کښې د کار، تجارت او ګرځندوی نوي فرصتونه برابر شي. هغه زیاته کړه چې اوس پاکستانیانو ته د کویت د ویزو لپاره اوږد انتظار ته اړتیا نشته. ځکه چې دا ویزې به د آنلاین پلیټ فارم له لارې هم ترلاسه کیږي. فوکل پرسن هیله څرګنده کړه چې په کویت کښې د کار مخ پر زیاتیدونکي فرصتونه به پاکستان ته د قیمتي بهرنۍ اسعارو په ترلاسه کولو کښې هم مرسته وکړي

نور ولولئ