به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د فرانس دفاع وزارت د رافیل الوتکو رالویدو ته په احتیاط غبرګون وښود .د فرانسې پوځ د هغو راپورونو په اړه چې پاکستان د هند سره په وروستۍ جګړه کښې فرانسوي رافیل جنګي الوتکې ویشتلي وي. هغه ته ئي په احتیاط غبرګون ښودلی دی.

یو ویاند د یوې عادي خبري غونډې په ترڅ کښې وویل چې د پېښې په اړه معلومات لاهم روښانه نه دي او لا زیاتو تایید ته اړتیا لري.

دغه ویاند وویل چې فرانسه وضعیت له نږدې څاري او د معلوماتو راټولولو لپاره له هند سره مستقیم تماس کښې ده. ویاند یادونه وکړه چې په جګړه کښې سلګونو الوتکو برخه اخیستې وه او فرانس غواړي له دې تجربې څخه زده کړه وکړي. که تایید شي د رافیل الوتکې له لاسه ورکول به په تیرو شلو کلونو کښې د دې الوتکې په عملیاتي خدمت کښې لومړۍ پیښه وي.

دا بیان د هند د هوايي ځواک له پخواني ډېر محتاط غبرګون وروسته خپور شو. د می په ۹ مه کله چې د هوایي مارشل اې. کې. بهارتي څخه د رافیل د زیانونو په اړه پوښتنه وشوه. هغه ومنله چې زیانونه د جګړې یوه تمه شوې برخه ده خو د جزیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

پاکستان لخوا د رافیل جټ الوتکو رالویدل په نړیوالو رسنیو کښې د هند لپاره یوه مهمه ماتې بلل شوې ده. پوځي شنونکو دا د پاکستان لخوا د هند په اوږدو کښې د هوايي برلاسۍ د لومړۍ بیلګې په توګه په ګوته کړې ده چې دا ډول پرمختللې الوتکې یې راغورځولې دي.

هند په ۲۰۱۹ کال کښې له فرانسې څخه ۳۶ رافیل الوتکې پیرودلې وې. وروسته له دې چې دوه هندي الوتکې یې پاکستان ته له لاسه ورکړې. پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د می په میاشت کښې په وروستۍ جګړه کښې د پاکستان هوايي ځواک (PAF) شپږ هندي الوتکې ویشتلي وي چې په هغه کښي درې رافیل وې.

نور ولولئ