به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د امنیتي سرچینو په وینا د سه شنبې په ورځ یو هندي کواډکوپټر د کنټرول کرښې په اوړېدو سره د پاکستان فضايي حریم تر پښو لاندې کړ او راوغورځول شو.

دا کواډکوپټر د آزاد کشمیر په بھمبر کښې د مناور په سیکټر کښې راوغورځول شو. سرچینو وویل چې دا کواډکوپټر د جاسوسۍ لپاره کارول کېده.

دا کوادکوپټر له پولې د اوړېدو سره سم سمدستي کشف او راوغورځول شو.

په دې وروستیو ورځو کښې د پاکستان او هند ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. ځکه چې دواړو هیوادونو د پهلګام له برید وروسته اقدامات کړي دي.

هند پاکستان په دغه برید تورن کړی و چې لږ تر لږه ۲۶ سیلانیان پکې وژل شوي وو او په ځوابي توګه یې ګڼ شمیر اقدامات کړي وو. هند پاکستانیانو ته ویزې لغوه کړې وې. د واګه-اټاري پوله یې تړلې وه او په خپل هیواد کښې یې د پاکستان ډیپلوماتیک حضور کم کړی و. دوی دا هم اعلان کړی و چې د سند د اوبو تړون به وځنډول شي.

په ځواب کښې پاکستان هندوانو ته ویزې لغوه کړې. په پاکستان کښې یې د هند ډیپلوماتیک حضور کم کړی او د هند ملکیت یا چلولو الوتکو لپاره یې خپله فضايي حریم تړلی دی.

د دفاع وزیر خواجه آصف د دوشنبې په ورځ وویل چې پاکستان خپل ځواکونه پیاوړي کوي ځکه چې له هند څخه برید نږدې دی.

نور ولولئ