به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د خیبر پښتونخوا په کرم ضلع کښې په منځني کرم سیمه کښې نامعلومو کسانو د اورکزیو قبیلې یو مشر حسین خان اورکزی په ډزو وژلی دی. پولیس وایی چې د پیښې تحقیقات یې شروع کړی دی.

​د پولیس سرچینو له مخې حسین خان اورکزی په خپل موټر سایکل د پستونی له سیمې تیریدلو چې د فتح خان کروڼه په سیمه کښې په نامعلومو وسله والو ډزې وکړې. د ډزو په نتیجه کښې حسین خان اورکزی هم په هغه ځای مړ شو.

​پولیس وایی چې تر اوسه چا د دی برید ذمه واری نه ده منلې.

​په یاد ولرئ چې په منځني کرم کښې په تیرو څو میاشتو کښې د ډزو او ترهګرۍ پیښې زیاتې شوی دی. د دې پیښو وروسته په مختلفو سیمو کښې د امنیتي ځواکونو عملیات هم روان دی.

نور ولولئ