د ایشیا کپ ۲۰۲۵ په فاینل کې پاکستان ته د ماتې ورکولو نه وروسته د هند کرکټ ټیم ټرافی وګټله. د اتوار په ورځ یې د لوبې وروسته په مراسمو کې د ټرافي له اخیستو انکار وکړو.
د راپورونو له مخې دا پرېکړه د بورډ آف کنټرول فار کرکټ ان انڈیا (BCCI) په لارښوونه شوې وه. ځکه چې ټیم د ایشین کرکټ کونسل (ACC) او د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) له مشر محسن نقوي څخه د ټرافي اخیستو څخه په کلکه انکار وکړو.
د راپور له مخې محسن نقوي په خپله پرېکړه ټینګ پاتې شو او خپله اراده یې بدله نه کړه. بل پلو د هند د ټیم له لوري د فشارونو باوجود نقوي د هغوی غوښتنو ته غاړه کېنښودله. د دې تاو تریخوالي له امله مراسم بې له دې پای ته ورسېدل. چې ګټونکي ټیم ته ټرافي ورکړل شي. د مراسمو وړاندې کوونکي سایمن ډول دا تایید کړه چې هغه ته ویل شوي وو چې د هند ټیم به نن شپه خپل افتخارات نه اخلي.
د هند کپتان سوریا کمار یادو د لوبې وروسته د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړلو. خو د ټرافي په اړه یې مبهم ځوابونه ورکړل. هغه وویل چي هېڅکله هم مونږ ته د ټرافي په اړه څه نه وو ویل شوي. مونږ په خپل روح کې ټرافي احساس کړه. هغه دا شکایت هم وکړو چې په خپل کیریر کې یې هېڅکله هم دا نه وه لیدلې چې ګټونکي ټیم ته ټرافي ورنه کړل شي.
له دې وړاندې کپتان یادو په فاینل کې د ټاس پر مهال هم د پاکستان له کپتان سلمان علي آغا سره د لاس ورکولو څخه درېیم ځل انکار کړی وو. چې له لوبې بهر روان تاو تریخوالی یې نور هم ښکاره کړو.
بل پلو د پاکستان لوبغاړو د ماتې باوجود په مراسمو کې برخه واخیسته او د رنرز اپ میډالونه یې واخیستل. چې د لوبې روحیه (Sportsmanship) یې وښودلو. دې ټولې پېښې د کرکټ په حلقو کې ډېره پام راجلب کړی او په لوبې کې د سیاست د ګډون په اړه اندېښنې څرګندې شوې دي.