به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

حکامو په بلوچستان کښې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې له دې صوبې څخه ووځي او د حکومت له خوا ټاکل شوې وروستۍ نېټې نه وړاندې افغانستان ته ستانه شي. د دوی د ستنېدو لپاره درې ورځې پاتې دي.

​وفاقي حکومت د پاکستان په ټولو برخو کښې د افغان کډوالو د ستنېدو دریم پړاو لپاره د ستمبر لومړۍ نېټه ټاکلې ده. د افغان کډوالو کمیشنر طالب المولیٰ دا وختي نېټه تایید کړې. هغه وویل چې په دې اپریشن کښې به هغه افغانان هم شامل وي چې د رجسټر کېدو کارتونه (PoR) لري. د دې کارتونو خاوندان به هم افغانستان ته ستانه کيږي

.

​د سرکاري شمېرو له مخې په بلوچستان کښې اوس مهال ۳۰۴،۰۰۰ افغان کډوال مېشت دي. له دوی څخه شاوخوا ۵۰،۰۰۰ په ټولې صوبه کښې په لسو فعالو کډوالو کیمپونو کښې ژوند کوي. دوه کیمپونه لا دمخه غیر فعال شوي دي.

​په ټولو ضلعو کښې مرستیال کمیشنرانو ته لارښوونه شوې ده چې په خپلو سیمو کښې مېشتو افغان کورنیو ته د وتلو خبرتیاوې ورکړي. چارواکو ته ویل شوي چې د ستمبر له لومړۍ نېټې وړاندې دې د دې پرېکړې عملي کېدل یقیني کړي.

​دا پرېکړه په ټول هېواد کښې د خلکو د ستنولو لپاره د وفاقي حکومت له لارښوونو وروسته شوې. چارواکو ټینګار وکړو چې هېڅ افغان وګړي ته که هغه رجسټر وي یا غیر رجسټر وي. له ټاکل شوې نېټې وروسته په هېواد کښې د پاتې کېدو اجازه نه ورکول کېږي.

​کمیشنر طالب المولیٰ وویل چې د ستنېدو دریم پړاو به په رسمي توګه د ستمبر په لومړۍ نېټه پيل شي. هغه ډاډ ورکړ چې حکومت به دا بهیر تنظیم او د کډوالو د وتلو څارنه وکړي.

​په سرحدي سیمو کښې امنیتي او انتظامي چمتووالي له مخکې نه روان دي. چارواکي تمه لري چې له وروستۍ نېټې وروسته به د تېرېدونکو لارو پر لور د خلکو په تګ راتګ کښې زیاتوالی راشي.

​د دې راتلونکي پړاو پرېکړې په بلوچستان کښې د څو لسیزو راهیسې مېشتو افغان کورنیو کښې ناڅرګندتیا پیدا کړې ده. د حقونو ډلو د بشري ستونزو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. خو چارواکي ټینګار کوي چې دا بهیر به د ملي تګلارې سره سم ترسره شي.

​دا موضوع د څارنې لپاره اړوندو صوبايي او وفاقي ادارو ته وړاندې شوې ده.

نور ولولئ