په لکی مروت کښې پولیسو او د سیمې امن لښکر د پهاړ خیل پکه په سیمه کښې د فتنہ الخوارج ډلې ترهګرو خلاف یو بریالی اپریشن وکړو. په دې اپریشن کښې دوه ترهګر ووژل شول او ډېر نور ټپیان شول. دا ترهګر د ځایی کمانډر هارون ډلې سره تړاو لرلو.
پولیس او امن لښکر ته د ترهګرو د شتون په اړه معلومات رسیدلي وو. وروسته یې اپریشن شروع کړو. په دې اپریشن کښې د دواړو خواو نه درنې او پرمختللې وسلې لکه راکټ لانچر او نور وسایل استعمال کړل. د پولیسو او لښکر د سخت مقاومت وروسته دوه ترهګر ووژل شول او ډېر نور ټپیان شول. ترهګرو خپل وژل شوي او ټپیان ملګري له ځان سره یوړل. په سیمه کښې د وینو داغونه او وینې خړې بوټان وموندل شول چې دا ښیې چې نور ډېر ترهګر هم ټپیان شوي وو.
د پېښې نه سمدستي وروسته د بنو ریجنل پولیس افسر سجاد خان په لارښوونه د پولیسو لویه ډله سیمې ته راورسېده. په دې اپریشن کښې د ضلعی پولیسو تر څنګ سی ټی ډی او ایلیټ فورس کمانډوز، البرک سکواډ، پولیس ګاډی او بکتر بند ګاډی هم شامل وو. د سیمې د څارنې لپاره پرمختللی ډرون هم استعمال شولو.
سیمه ایز امن کمېټې او لښکر د پولیسو سره اوږه په اوږه ودرېدل.
د خیبر پښتونخوا آی جی ذولفقار حمید او د بنو ریجنل پولیس افسر سجاد خان د دې بریالی اپریشن په اړه د لکی مروت پولیسو ته شاباس ورکړو او د سیمه ایز امن لښکر یې وستایه. دوی وویل چې د خیبر پښتونخوا په خاوره کښې د ترهګرو لپاره هیڅ ځای نشته او دوی به یې د لکی مروت تر هر کونج پورې تعقیب کړي. دوی زیاته کړه چې دا اپریشن د ترهګرو لپاره یو روښانه پیغام دی چې د خیبر پښتونخوا پولیس د ترهګرۍ د ختمولو پوره توان لری.
د اپریشن وروسته په سیمه کښې د پاتې ترهګرو د نیولو یا وژلو لپاره د لټون اپریشن اوس هم روان دي.