د خیبر پښتونخوا د خیبر ضلعې په تیراه دره کښې د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ په یوه قلعه کښې یوه زوروره چاودنه شوې. چې له امله یې د ایف ایف ۲۶ یونټ درې سرتېري ټپیان شوي دي. امنیتي سرچینو ویلي چې دا چاودنه د پاکستان د پوځ په قلعه کښې شوې ده.
سرچینو زیاته کړه چې ټپي شوي سرتېري نږدې پوځي روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي. د ټپیانو د روغتیا حالت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
امنیتي چارواکو ویلي دي چې د چاودنې د نوعیت په اړه پلټنې روانې دي. ترڅو اصلي لامل یې معلوم شي.
د پېښې وروسته په سیمه کښې امنیتي تدابیر نور هم سخت کړل شوي دي.
له بلې خوا ځايي سرچینو ویلي چې دا برید یو ځانمرګي بریدګر کړی چې په موټر کښې سپور و.