د ريسکيو ۱۱۲۲ ډائريکټر جنرل شاه فهد ويلي په سوات کې د تېرو ۲۴ ساعتو زيات وخت راهسې په سېلاب کې د ورک شوو تنانو د لټون عمليات راروان دي۔ شاه فهد ويلي تر اوسه د ۱۱ تنانو جسدونه د اوبو نه راويستل شوي دي او د نورو د راويستو د پاره د ريسکيو ۱۲۹ څخه زيات کارکونکي په امدادي فعاليتونو بوخت دي۔
د خېبر پښتونخوا د افتونو په وخت د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) چارواکي وايي په متاثره سیمو کې 56 کورونو ته زیان رسیدلی دی، چې پکې 6 کورونه په مکمله توگه او 50 کورونه په جزوي توگه زیانمن شوي دي.
د امدادي فعالیتونو په لړ کې، پی ډي ایم اې د مون سون کنټینجنسي پلان لاندې د صوبې ضلعي انتظامیې ته د 136 ټرکونو پر مشتمل غیر خوراکي امدادي سامان مخکې له مخکې ورکړی دی، چې پکې خیمې، ترپالونه، د پخلنځي سیټونه، کمبلې، بالښتونه، د خوب کڅوړې او د ژوند نور اړین توکي شامل دي. د دې ترڅنگ، د متاثرینو د سمدستي مرستې او مالي ملاتړ لپاره، پی ډي ایم اې لا دمخه 45 کروړه روپۍ د امداد او معاوضې په مد کې ضلعي انتظامیې ته ورکړي دي ترڅو د طبیعي آفتونو څخه متاثره کسانو ته په وخت امداد ورکړل شي. په ځانگړي توگه د سوات ضلعې په سیلابي حالاتو باندې کلکه څارنه کیږي او د پی ډي ایم اې ایمرجنسي عملیاتي مرکز 24 ساعته فعال دی. خلک د هر ډول بیړني حالاتو، معلوماتو یا شکایت په صورت کې د پی ډي ایم اې د ټول فری نمبر 1700 سره اړیکه کولی شي.
پی ډي ایم اې لخوا ټولو ضلعي انتظامیو ته د مون سون بارانونو په اړه د وختي اقداماتو لپاره الرټ هم جاري شوی وو
