په یوه نوې ویډیويي پیغام کښې د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشر نور ولي محسود په ښکاره ویلي چې له غیر مسلم دښمنو هېوادونو سره ائتلاف کول او مرسته منل نه یوازې د اسلامي تعلیماتو له مخې روا دي بلکې په ځینو حالاتو کښې ضروري هم دي.
محسود خپله خبره په مذهبي چوکاټ کښې وړاندې کړه او وویل چې له کافر (غیر مؤمنو) ملتونو سره ائتلاف جوړول او ملاتړ ترلاسه کول هغه وخت جواز لري کله چې ضروري وګڼل شي. هغه ادعا وکړه چې دواړه عملونه روا او کله ناکله حتمي دي.
دا بیان د پاکستان اوږدې مودې ادعا ته نور هم اعتبار ورکوي چې هند د خپلو پولو دننه د ترهګرۍ ملاتړ کوي. د محسود څرګندونې د پاکستاني امنیتي ادارو لخوا مخکې خپرو شویو ګڼو څېړنیزو راپورونو ته پاملرنه را اړوي. دا راپورونه په دوامداره توګه ادعا کوي چې هند TTP ته مالي، لوژستیکي او استخباراتي ملاتړ ورکوي. سربیره پردې راپورونه هند تورنوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان دننه د ترهګریزو فعالیتونو د تنظیمولو لپاره کاروي. چې TTP یې کلیدي استازی دی.
پاکستان په نړیوالو پلیټ فارمونو کښې په مکرر ډول دا اندیښنې راپورته کړي او ادعا کوي چې د هند استخباراتي ادارې د هېواد د بې ثباته کولو لپاره د دولت ضد وسله والو ډلو ملاتړ کوي.
د خضدار د ښوونځي پر بس له برید وروسته چې د بې ګناه ماشومانو په ګډون یې ۱۰ کسان ووژل. د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چوهدري رسنیو ته وویل چې څرګند شواهد شتون لري چې TTP د هند لخوا مرسته او ملاتړ کیږي.
پاکستان له تېر کال راهیسې TTP ته فتنة الخوارج وایي او وايي چې دې ډلې خپل اهداف د اسلام په نوم پرمخ وړي دي.
دفاعي شنونکي د محسود اعتراف د مذهبي روایت د لاسوهنې په توګه ګوري ترڅو د ترهګریزې ډلې او بهرنیو ملاتړو ترمنځ اتحاد توجیه کړي. د TTP مشر دا بیان یو روښانه یادونه ده چې د TTP په څېر ډلې نه یوازې داخلي ګواښ رامینځته کوي. بلکې د نړیوالې سولې ګډوډولو او جیوپولیټیکي اجنډا پرمخ وړلو لپاره له دین څخه ناوړه ګټه اخلي.
د کفارو سره د سولې تړونونه د اسلامي هېوادونو لپاره د ذلت، مجبوري يا کمزورۍ نښه نه ده. بلکې دا د عقلاني فکر، نړیوالو قوانينو او اسلامي مزاج له مخې يو مهم اصل دی. اسلامي شريعت د تړونونو درناوی واجب ګڼي. ځکه نو کله چې د کفارو سره د سولې تړون وشي. مسلمانان بايد د هغه پابند وي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت هم دا ښووي چې هغه صلی الله علیه وسلم د مکې له مشرکینو سره د حدېبې تړون وکړ. دا تړون پټ نه و. بلکې د مسلمانانو د تحفظ او د سولې د فضا د رامنځته کولو لپاره و. د دغه تړون له مخې رسول الله صلی الله علیه وسلم مشرکینو ته دا پیغام ورکړ چې تر څو تړون پاتې وي. مسلمانانو ته به زیان نه رسوي. خو کله چې کفارو دا تړون مات کړ. صحابه کرامو په کلکه موقف ونیوه او ويې ويل چي مونږ به هغه کسان ووژنو چې تړون یې مات کړی وي او مسلمانانو ته یې ضرر رسولی وي. (بخاري، ۷۴۳۲)
نبي صلی الله علیه وسلم هیڅ کله هم د سولې تړون د کمزورۍ له امله نه دی کړی. بلکې هدف یې تل د مسلمانانو خونديتوب او د هغوی د امن تأمين و. حتی کله چې کفار تړون ته نه و رسېدلي. نبي کریم صلی الله علیه وسلم بیا هم د تړون وفادار پاتې شو. دا د اخلاقو او وفادارۍ لوړه بیلګه ده.
په اوسني عصر کښې هم کله چې د اندونیزیا یا فلسطین په شان هیوادونو باندې یرغل کېږي. نو دا ښکاره ظلم دی. نه د اتحاد برخه او نه هم کومه مشروع دفاع. د ظلم خلاف باید غږ پورته شي او باید دا وپوښتل شي. ولې دا ظلم نه غندل کېږي؟ ولې د اشغال خلاف فتواوې نه صادریږي؟
الحمدلله اوس هم ګڼ شمېر علماوو د کفارو پر ضد د جهاد فتواوې صادرې کړي دي. ځکه چې هغوی د مسلمانانو پر خاوره یرغل کړی او دا جهاد د مسلمان امت مشروع دفاع بلل کېږي.
قرآن مجید او احادیث هم د تړونونو احترام لازمي ګڼي. که یو هیواد لکه قطر، چین، یا نور هیوادونه، افغان مهاجرینو ته پناه ورکړې وي. نو د هغوی سره د سولې تړون باید وساتل شي. دا د اسلام تقاضا ده او که دا تړونونه مات شي. نو دا به د قرآن د حکم خلاف عمل وي. قرآن دا وایي چې بېشکه هغه کسان چې له الله او له رسول اللّٰه سره جنګ کوي. الله پرې لعنت ويلي او هغوی ته یې د لارې هدایت بند کړی دی.
نو هر هغه څوک چې تړون ماتوي او مسلمانانو ته تاوان رسوي. د الله له لعنت څخه به خوندي نه وي.