به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

نن ورځ پاکستان د خپلو ایټمي ازموینو ۲۷مه کلیزه نمانځي. ولسمشر آصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې دوی به د هېواد خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ساتي. د یوم تکبیر یا ځواکمنۍ ورځ په ۱۹۹۸ کال کښې د بریالیو ایټمي آزموینو یادونه کوي.
ولسمشر زرداري په خپل پیغام کښې ټول ملت ته مبارکي ویلې او ویلي یې دي چي نن د یوم تکبیر ۲۷مه کلیزه ده. دا هغه ورځ ده چې مونږ خپله ایټمي وړتیا وښودله او ستراتیژیک مخنیوی مو رامنځته کړ. دا ورځ مونږ ته زمونږ د هېواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې ژمنې را په یادوي. هغه هم دا راز د سوله ایز ژوند او نړیوالو قوانینو ته د درناوي په اړه د پاکستان ژمنه روښانه کړه او ویې ویل چې هند ته د پاکستان ځواب مناسب او اغیزناک و. چې دښمن یې خپل دښمنانه عملونه بندولو ته اړ کړ. ولسمشر هغو ساینس پوهانو، انجینرانو او مشرانو ته درناوی وړاندې کړ چې ایټمي پروګرام یې ممکن کړی وو. په ځانګړي توګه یې د ذوالفقار علي بهټو او بینظیر بهټو د بنسټیزو رولونو یادونه وکړه.
وزیراعظم شهباز شریف هم د ولسمشر خبرې تکرار کړې او د پاکستان ایټمي سفر یې وستایه او د یوم تکبیر اهمیت یې روښانه کړ. هغه وویل چي نن د یوم تکبیر په ورځ زه الله تعالی ته شکر کوم او ټول ملت او ټولو هېوادپالو پاکستانیانو ته د زړه له کومې مبارکي وایم. وزیراعظم سږنۍ کلیزه د هند لخوا ناحقې جګړې په وړاندې د پاکستان له وروستي بریالیتوب سره وتړله او اعلان یې وکړ چي د یوم تکبیر خوښۍ د بریا ډک ملت لپاره نورې هم زیاتې شوې دي. هغه په ۱۹۹۸ کال کښې د هند ایټمي ازموینو ته د ځواب ویلو پر مهال څرګند شوی اوسپنیز عزم وستایه. وزیراعظم شریف هم د پاکستان د ایټمي پروګرام معمارانو ته د ذوالفقار علي بهټو او ډاکټر عبدالقدیر خان په ګډون درناوی وړاندې کړ او له ملت څخه یې وغوښتل چې د یوم تکبیر روحیه اقتصادي بدلون ته راوړي. هغه په دې بیان پای ته ورسوله چي نن مونږ ژمنه کوو چې پاکستان به اقتصادي ځواک جوړوو او په نړۍ کښې به خپل ریښتینی ځای ترلاسه کوو. انشاالله. پاکستان دې تل ژوندی وي.
د پاکستان وسله والو ځواکونو د ګډو ځواکونو لوی درستیز او د خدماتو مشرانو هم ملت ته مبارکي وویله او د پاکستان د خپلواکۍ د دفاع ژمنه یې بیا تکرار کړه. د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ایزې سولې او ثبات لپاره د پاکستان پر ژمنې ټینګار وکړ.

نور ولولئ