به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

په خیبر پښتونخوا کې د یو اېس اې ایي ډيلخوا د اقتصادي بحالۍ او پرمختیا پروګرام لاندې د ۲۵ میلیونه ډالرو، پینځه کلن پروګرام په نیمایي کې د فنډونو د بندېدو له امله ودرېدلي. دغه پروګرام مقصد د زمیندارۍ پیداوار زیاتول، د وړو کاروبارونو وده او په ترهګرۍ او سیلاب ځپلو سیمو کې د اقتصادي ثبات راوستل وو. خو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر د نړۍ په کچه د یو اېس اې ایي ډي د فعالیتونو کمولو له امله، په خیبر پښتونخوا کې هم ګڼ شمېر پرمختیایي کارونه ودرېدل.

د زمیندارانو لپاره اغېزې
د یو اېس اې ایي ډي پروګرام لاندې د چارسدې د هري چند په سیمه کې زمیندار سیف الرحمان ته د انګورو باغ د کرولو مالي مرسته شوې ده. د دغه باغ د جوړولو کار یې نږدې یو کال پوره کيږي. سیف الرحمان وایي، “د باغ څخه د پیداوار پیلېدو لپاره لا هم له دوو کلونو زیات وخت پکار دی.” نوموړی زیاتوي چې د دوو جریبو په یوه باغ کې ۶۵۰ د انګورو بوټي لګول شوي، چې پرې نږدې ۲۰ لکه روپۍ لګښت راغلی دی.

سیف الرحمان اندېښنه لري چې د پروژې بندېدو سره به دوی له لویو ستونزو سره مخ شي. هغه وایي، “موږ نه د آفتونو په کنټرول پوهېږو او نه د بازار موندنې (مارکیټینګ) په اړه معلومات لرو. که دا باغ بریالی هم شي، د بازار موندنې د نشتوالي له امله به موږ ته لویه ستونزه جوړه شي.”

نوموړی زیاتوي چې په سند او نورو صوبو کې یې لیدلي، چې ورته پروژو کې زمیندارانو ته تر پایه پورې د ماهرینو لارښوونه کېده، د دوی لپاره یې سړې خونې (کولډ سټورېج) جوړې کړې او د خرڅلاو لپاره یې بازاري لارې هم برابرې کړې وې. خو په خیبر پښتونخوا کې د پروګرام بندېدو له امله دا پروژې نیمګړې پاتې شوې.

د یو اېس اې ایي ډي پروګرام کچه
د یو اېس اې ایي ډي د معلوماتو له مخې، د زراعت پرمختیا پروګرام لاندې په خیبر پښتونخوا کې ۱۴,۰۰۰ زمیندارانو ته اعلا تخمونه ورکړل شوي، ۱,۳۰۰ ایکره ځمکه یې هواره کړې او نږدې ۴۰۰ زمیندارانو ته یې د انګورو باغونه او د سبزیانو کروندې جوړې کړې دي. دا پروګرام په ځانګړي ډول د هغو سیمو لپاره وو چې د ترهګرۍ او سیلاب له امله زیانمنې شوې وې. خو د فنډونو بندېدو له امله دا هڅې اوس په ټپه ولاړې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت دریځ
د خیبر پښتونخوا حکومت د یو اېس اې ایي ډي د فنډونو بندېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا پرېکړه د کلیوالي سیمو زمیندارانو لپاره لوی خنډ دی
حکومت اوس د بدل فنډونو د لارو په لټه کې دی، چې پکې د کورنیو او نړیوالو غیر دولتي ادارو سره شراکتونه شامل دي. خو چارواکي مني چې د ورته کچې فنډونه ترلاسه کول اسانه کار نه دی.

راتلونکې ننګونې
د یو اېس اې ایي ډي دامداد بندېدو سره د خیبر پښتونخوا د زراعت د محکمې کمزورتیاوې راڅرګندې شوې، لکه د عصري کښت تخنیکونو ته د لاسرسي نشتوالی، د سړو خونو کمښت او د بازارونو سره د کمزوري اړیکو ستونزه. زمینداران لکه سیف الرحمان ویره لري چې د دوامداره مرستو پرته به د دوی پانګونه بې ګټې پاتې شي. هغه وایي، “حکومت باید یوه روښانه تګلاره جوړه کړي، که نه دا پروژې به ناکامه شي او زمینداران به لوی تاوانونه وویني.”

نور ولولئ