به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

په شمالي وزیرستان کښې امنیتي ځواکونو یو ځل بیا ۱۷ ترهګر وژلي دي. دا له هغې ورځې وروسته ده چې ۵۴ ترهګر په همدې سیمه کښې په یو استخباراتي عملیاتو کښې وژل شوي وو.

د  (ISPR) په وینا دا عملیات د یکشنبې او دوشنبې په شپه د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه په حسن خېل شمالي وزیرستان کښې ترسره شول.

آی ایس پی آر وویل چي د عملیاتو په جریان کښې اوولس نور خوارج چې د خپلو هندي بادارانو په اشاره یې کار کاوه. ښکار او په بریالیتوب سره له منځه یوړل شول.

آی ایس پی آر زیاته کړه چي په دریو ورځو کښې د وژل شویو خوارجو شمېر یو اویا ته لوړ شو. له ترهګرو څخه یوه لویه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

آی ایس پی آر وویل چي امنیتي ځواکونه د هیواد د پولو په خوندي کولو او د پاکستان د سولې، ثبات او پرمختګ د خرابولو د هڅو په شنډولو ژمن دي.

امنیتي ځواکونو د جمعې او یکشنبې په منځ کښې په حسن خېل کښې په یو استخباراتي عملیاتو کښې ۵۴ ترهګر وژلي وو. آی ایس پی آر زیاته کړې وه چې ترهګر ده خپلو بهرنیو بادارانو په اشاره پاکستان ته د ننوتلو هڅه کوله.

نور ولولئ