به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

رویټرز خبر ورکړی چې امریکا د کشمیر پر اوږدمهالې لانجې د خبرو اترو لپاره له هند او پاکستان دواړو سره په فعاله توګه په ډیپلوماتیکو خبرو اترو بوخته ده.

راپور زیاتوي چې امریکا له دواړو هېوادونو غواړي چې د مسؤولانه حل لپاره کار وکړي.

رویټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند له قوله ویلي دي چي دا یو بدلېدونکی وضعیت دی او موږ له نږدې څارنه کوو. مونږ په بېلابېلو کچو د هند او پاکستان له حکومتونو سره په اړیکه کښې یو.

ویاند زیاته کړه چي امریکا له ټولو خواوو غواړي چې د یوه مسؤولانه حل لپاره په ګډه کار وکړي.

خو ویاند دا هم وویل چې په پاهلګام کښې یې پر سیلانیانو برید غندلی او له هند سره ولاړ دی چې د برید کوونکو په موندلو او نیولو کې هڅې کوي.

لږ تر لږه ۲۶ سیلانیان په هندي کشمیر کښې په پاهلګام نومي مشهور سیاحتي ځای کښې وسله والو په ډزو ووژل. په ځواب کښې هند پاکستان د برید پړه پر غاړه واچوله او اعلان یې وکړ چې د سیند د اوبو تړون به وځنډوي. پاکستانیانو ته به ویزې لغوه کړي او په هند کښې به د پاکستان ډیپلوماتیک حضور کم کړي.

په ځواب کښې پاکستان هم د هند ډیپلوماتیک حضور کم کړ او هندیانو ته یې ویزې لغوه کړ. د هند پر الوتکو یې خپل هوایي حریم هم بند کړ.

نور ولولئ