د ابوظبي ولی عهد او د ابوظبي اجراییه شورا مشر، شیخ خالد بن محمد بن زاید النهیان، د ۲۰۲۵ کال د فروري په ۲۷ مه نېټه پاکستان ته سفر وکړ او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په ښې کولو سره د پاکستان د وزیراعظم محمد شهباز شریف سره وکتل. دا د شیخ خالد په حیثیت د ولی عهد په توګه پاکستان ته لومړنی رسمي سفر وو.
د یوې غونډې او وروسته د استازولۍ کچې خبرو اترو په بهیر کښې، دواړو مشرانو د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خپل تعهد بیاځلي تایید کړ. لومړي وزیر شریف د دواړو هیوادونو ترمنځ د نږدې همکارۍ په اړه خبرې وکړې او دوی د ښه سیاسي اړیکو ، د اقتصادي همکارۍ په توګه بدلولو هڅه وکړه.
هغه د متحده عربي اماراتو د ولسمشر شیخ محمد بن زایدالنهیان سره د وروستۍ غټه رری غونډې په اړه یادونه وکړه. د ازبکستان،افغانستان او پاکستان ریلوی لاین په څیر پروجیکټونو د سیمه ییز پرمختګ او د ګوادر او ابوظبي بندرونو د ګټو په اړه ټینګار وکړ.
وزیراعظم د متحده عرب اماراتو د پاکستان په وړاندې په ټینګ ملاتړ، په ځانګړي توګه په ستونزمنو وختونو کښې مننه وکړه او د متحده عرب اماراتو د پاکستان په وړاندې د انوسټمنټ د پراختیا څخه ښه راغلاست وکړ، چې په دې کښې د پاکستاني ادارو او ابوظبي بندرونو ترمنځ د وروستيو کامیاب انوسټمنټ هڅو ته یې اشاره وکړه.
ولی عهد شیخ خالد د پاکستان د اقتصادي پرمختګ او خوشحالۍ په اړه د متحده عرب اماراتو د بې لاسه ملاتړ دویم ځل تایید کړ. دې غونډې په پای کښې د بانکدارۍ، کان کیندنې، انفراسټرکچر او ریل ګاډی په برخه کښې د یو شمیر میمورنډم آف انډرسټینډینګ(MoUs) او د ایګریمنټونو لاسلیک وشو. وزیراعظم شهباز شریف وروسته په ایکس (پخوانۍ ټویټر) کښې د خبرو اترو او د تجارت، انوسټمنټ او انرژۍ په برخه کښې د همکارۍ د زیاتولو په اړه د تعهد په اړه خپل خوښي وړاندې کړه.
هغه وویل، د متحده عرب اماراتو د شاهي کورنۍ د هڅونې او ملاتړ سره، د پاکستان او متحده عرب اماراتو اړیکې ځواک ته ځواک زیاتوي.