به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

افغان چارواکو ادعا کړې چې پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۲۷مه د ننګرهار او خوست په صوبو کښې هوايي بریدونه کړي دي چې ملکي وګړي پکې له مرګ ژوبلې سره مخامخ شوي دي. خو د پاکستان امنیتي چارواکو دا ادعاوې په کلکه رد کړې دي او ویلي یې دي چې د دې پېښې لامل، کېدای شي د دوی د خپلمنځي اختلافاتو له امله وي.

​د پاکستان امنیتي سرچینو دخبرکده سره په خبرو کښې وویل چې د هوايي بریدونو په شپه، د افغانستان ځینو چارواکو د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او حافظ ګل بهادر سره په خوست صوبه کښې لیدلي دي. دا ښايي دا په ګوته کړي چې پېښه له بهرني یرغل څخه نه، بلکې د افغان ډلو ترمنځ د داخلي اختلافاتو له امله شوې ده.

​د اګست په ۲۸مه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کښې د پاکستان سفیر وغوښت، ترڅو د افغانستان پر هوايي حریم د سرغړونې او پاروونکي عمل په اړه احتجاج وکړي. خو د پاکستان امنیتي چارواکو چې نوم یې نه دی یاد شوی. هغه د دا ادعاوې پروپیګنډي بللی دی او ویلي یې دي چې د دې پېښې لامل د پولې هاخوا ترهګري او د افغان ډلو ترمنځ خپلمنځي اختلافات دي.

​افغان چارواکو د اګست په ۲۷مه ادعا وکړه چې بې پایلټه الوتکو په ننګرهار او خوست کښې درې ماشومان وژلي او ۷ نور یې ژوبل کړي دي. په لومړیو راپورونو کښې د دې بریدونو مسؤلیت نه و منل شوی خو وروسته یې د پاکستان سفیر و غوښت. چې د دوی په وینا دا د پاکستان پر وړاندې یو تور دی.

​د پاکستان امنیتي چارواکو په ځواب کښې ویلي دي چې افغان حکومت د بې دلیله پېښو پړه پر پاکستان اچوي او په خپل هیواد کښې دننه د ترهګرو ډلو شتون له پامه غورځوي.

دوی زیاته کړې چي د اګست په ۸مه د بلوچستان په ژوب ضلع کښې ۶۱ ترهګر وژل شوي چې له دې ډلې ۵۳ افغانان دي. دا ښیي چې ترهګري له افغانستان څخه پاکستان ته اوړي.

دغه راز د پاکستان چارواکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپورونو ته هم اشاره کړې. چې په افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، القاعدې او داعش (ISKP) په څېر د ترهګرو ډلو شتون تاییدوي.

​د پاکستان چارواکو ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په دې وروستیو کښې کابل ته تللی و او هلته یې له افغان چارواکو وغوښتل چې په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو شتون له منځه یوسي. د پاکستاني چارواکو په وینا د افغان حکومت ځواب د مسئولیت څخه تیښته ده.

چارواکو ټینګار کړی چې پاکستان خبرو اترو او همکارۍ ته ژمن دی. خو ویلي یې دي چې که افغانستان د ترهګرو ډلو ملاتړ جاري وساتي او د پاکستان پر ضد پروپیګنډي ته زور ورکړي. نو له انټرنیشنل ټولنې سره به یې رابطي خرابې شي.

نور ولولئ